یادنامه ی اکبر

د مرحوم اسماعیل اکبر سره لمړی لیدنه

امیر شاه « کارگر » خوست

د کابل لرغونی ښار د کورنی جګړو د اور په لمبو کښی سوزیده ، زه او مرحوم اسماعیل « منشی » د اولو مکروریانو په سیمه کښی د جګړه مارانو تر منڅ ښکیل پاتی وو ، مرحوم اسماعیل «منشی» ناڅاپه غږ کړه ، د ده پر خاصه اصطلاح ( امیر شاه بدو که اینجا خانه ای یکی ازدوستان من است در خانه اش پناه می گیریم)
زه او مرحوم منشی هغه بلاک ته په منډه د مرمیو په استقبال کښی هغه کور ته ننوتو، په همدغه کور کښی یو رنڅور په دردونو اخته ، او‌‌ږده ویښتان خاوند او د شکنجو څخه راوتلی انسان د کوټی په کونج کښی پداسی حال کښی ناست وه چه ترس او ویره ئی په تندی کښی له ورایه ښکاریده .
وروسته په کور کښی ناست سړی د سلام په کولو اسماعیل منشی ته وویل « من گفته بودم اینطوری نمیشه » او اسماعیل منشی د تائید لپاره سر ته حرکت ورکړ ، ما په نابلده توگو سوال وکړ « چه نمی شه ؟ »
داسی معلومیده چه دوی پر موضوع له وړاندی پوهیدل دواړه سره مسکی شول ، ما له اسماعیل «منشی» وپښتل دا ملگری څوک ؟
استاد اکبر خپل څان معرفی کړ او زه هم منشی صاحب ورته وښودلم ، د استاد اکبر څخه می وپوښتل کور او د کور سامان ولی داسی گډوډ دی ؟
لنډه ئی راته وویل چه جگړه ماران کورته راننوتل او ټول کور ئی لوټ او کتابونه ئی راته څیره کړل ، زه نوی له دولس کلن زندان څخه راغلی یم خو تری مشکور یم چه ژوندی ئی پریښودلم
د استاد اکبر په وجود کښی د شکنجو اثار او نشانی له ورایه معلومیدی بیا مو تر ډیره وخته نه سره ولیدل ، د داخلی جگړو دلاسه مو یو او بل سره ورک کړل ، کله چه د قندهار د سر بوزی له زندان څخه ژوندی رواستون شوم بیا می په سخی کارته کښی ولیده اولادونه ئی راوښودل ، ټول کوچنیان وو خو په سیاسی مسایلو کښی سخت مصروف وه، ما هم د طالبانو د زندان د تیرولو وروسته مغزی سکته کړی وه،
حال می ښه نه وه ، خو مرحوم استاد اکبر هڅولمه چه څه باید وکړم ، نوموړی د قیوم کرزی په مالی لگښت د طلوع افغان په نوم یوه جریده چاپ ته تیاره کړه خو د لنډ ځنډ وروسته ئی راته وویل ، چه دا کار زه او ته نه شو کولای ما استاد ته وویل ولی ؟
ده ځواب را نه کړ ،خو وروسته پوه شوم چه په جریده کی داسی څوک رامنځ ته شوی وه چه د خپلی گیدی او افغانستان جغرافیه ورته یو سان وه.
یوه ورځ زه ، قسیم «آخگر» او څو نور کسان د سهیلی صاحب په کور کښی د یو مجلس لپاره ناست وو، پدی خبری کیدی چه آیا کیدای شی د نوی حالاتو څخه د هیواد او خلکو پر گـــټه یو قدم واخلو ؟
هر چا خپل نظر په شفاهی توگه وړاندی کاوه ، خو مرحوم استاد اکبر داسی پیل کړه (آیا موږ افغانستان په طبقاتی ،مذهبی ، نژادی او لسانی لحاظ تحلیل کړیدی چه برنامه « نسخه » ورته ولیکو ؟ آیا موږ همدغه نسل د خپلو اشتباهاتو او خیانتونو قربان نه کړه ؟ او آیا لاتراوسه د احساساتو او طمعی قربان نه یو ؟ د نړی او سیمی اوضاع راته معلومه ده ؟ څوک ویلای شی چه افغانستان کومی خواته روان دی ؟ که غواړئ پخوانی خیانتونه او اشتباهات بیا تکرار نه کړو ښه به دا وی چه هر ملگری د خپل کلی ، ولایت او سیمي هر اړخیز حالات تحلیل کړی او د بحث لپاره ئی دلته راوړی ).
د استاد همدغی خبری ټول ناست کسان غلی کړل خو په پټه هر یوه پرځان کښی دا اومنله چه باید موږ هر یو ځان په آیینه کښی وگورو او بیا اقدام وکړو . خو په هغه ناست مجلس کښی څوک وزیران شول او څوک والیان ، چه هر یوه په خپل وار د استاد له تجروبو او کارنامو استفاده او سواستفاده وکړه خو استاد د تصوف د پیژندنی لپاره په کار پیل وکړ.
یوه ورځ د قرغی په سیمه کښی کورته ورغلم یواځی استاد د کتابونو تر شاه نه بلکه د کتابونو په منځ کښی ناست وه ، او یواځی سر ئی معلومیده او د تصوف پر پیژندنه لگیا وه ، زما او د ده ترمنځ لیدل ډیر کم واقع کیدل ځکه ما په خوست کښی دهقانی کوله او نوموړی په کابل کښی اوسیده ، په رادیوئی او تلویزونی پروگرامونو کښی مو زیات گډون سره کړی ده .
د ده ځینی ځانگړی صفتونه : پوه او دور اندیشه تحلیل گر ، د ژوند تر آخری ورځی د مطالعی پابند ، د یارانو په منځ کښی بی تکلفه ، متواضع ، نه ستړی کیدونکی ، چاپلوس نه منونکئ او د یوی خبری خاوند.
هغه لاړه موږ لا تر اوسه د میږیانو غوندی خوځو په زگیرویو ، زگیرویو ( فریادونو ) د ژوند همدغه دروند او ستړی پیټی تر قبر پوری کشوو ، دا چه مونږ به کله همدغه دروند پیټی تر قبره ورسوو او د ده سره به یو ځای شو معلومه نده ، خو پدی پوهیږم چه افغان ولس پدی زمانه کښی د ده تشه نشی ډکولی .
گران او خواږه ملگری وفا صاحب له کابله تلیفونی خبر کړم او زه په خوست کښی وم ، ومی نه شول کولای جنازه ته ئی راورسیږم وروسته کورته ورغلم او د ده د کتابونو آلماریو ته می کتل چه په ژوند چا کار ته نه پریښود او اوس ئی منی ځګه د رقابت له محیط څخه خارج شو .
د وفا صاحب څخه مننه چه خبر ئی کړم که نه کالونه به تیر وای او زه به خبر نه وای .