یادنامه ی اکبر

استاد اسماعيل اکبر اودهغه دقدر وړ ميراث

اکبر کرگر - اسماعیل اکبر
اکبر کرگر

 

يو وچ کلک اوډنگر سړی ،يو داسې متواضع اوصميمي انسان چې په لومړۍ مخامخ کيدنې سره به دې فکر کاوه چې هغه ستا ډير پخوانې دوست اوملگری دی ۔ مينې عاطفې ،رښتينوالې ، دهغه تن اوروان خړوب کړی وو۔اکبر همداسی يوه هستي وه ۔ دلومړي وار له پاره مې په اتيايمو کلونو کې په يو رسمي دفتر کې وليده ۔ هغه ما په غياب کې پيژانده ۔ ډېر څه مې دهغه دپوهي اوعلميت په باب اوريدلي وو ۔ بالعکس هغه هم زه پيژاندلم ۔ روغبړ مو سره وکړ ، داسې چلند لکه له کلونو کلونو چې موږ پيژندل ۔ دهغه داخلاص اوله مينې ډک چلند دې ته اړ کړم چې خبرو ته يې غوږ کيږدم ۔ خبرې ېی واورم ۔ هغه خبرې درلودې ۔ نظر يې درلود اوهر وخت يې دمسايلو په اړوند ځانگړی ليد لرلو ۔
استاد اکبرپه هيواد کې دکيڼ نهضت له دويم نسل څخه وو ۔دنهضت په ظهور سره چې لا ماشوم وو ۔ وروسته په تنکۍ ځوانۍ کې په عالي ښوونځي کې يو ځای شو ۔ دارواښاد طاهر بدخشې سره يې خپلو مبارزو ته دوام ورکړ۔
ددې له پاره چې داصلي مسالې نه ليري نه شم يوازې دوه درې ټکې اړين بولم ۔ په هيواد کې کيڼ لاسې نهضت دټولنې دموجودو بې عدالتيو ناخوالو ، نه پرمختگونو ، دڅو زالو گانو(وينې زبيښونکي ) دلاسبرې پر ضد يو عکس العمل وو ۔ دا يو داسې عکس العمل وو چې په هيواد کې دلاسبرې بېسوادۍ او فرهنگي فقر دليرې کولو ، ملي اوژبنيو اوقومي تعصباتو دله منځه وړلو پر وړاندې ، عکس العمل وو ۔خو داچې په اصلي مسير ولاړ نه شو نور مسايل دي ۔
افغانې ټولنه چې دلنگوال په يو داسې درد اخته وه چې هم يې معيوب زيږولو اوهم يې جوړ، اوزيږيدلي ماشوم هم دمور دتن اووجود ټولې وينې او َزوَېِ په خپل وجود درلودې ۔ خودژوندانه ډگر کې دخاپوړو (چارغوک کولو) سم دواره يې خپل ماحول ته پام کيده ۔اوديو لړ پيښو اوحالاتو په ايجاد سره زيات شمير ځوانان يا دهغه وخت ليک لوستی نسل دپر مختگ له کاروان سره يو ځای کيده ۔ زده کړې اوليک لوستې نسل چې دهر ډول ستم دزغم تاب اووس يې له لاسه ورکاوه په دا مهال کې په کيڼ اړخي نهضت کې سره يو ځای شول ۔
۔ اسماعيل هم دداسې شرايطو محصول وو ۔ دکيڼ نهضت سره يو ځای شو ۔ خو اسماعيل اکبر چې دقربانۍ اود((اسماعيلوالي)) سمبول وو ۔ دشخصيت په توگه يې په لوی قامت دهر ډول پلشتيو اوناخوالو سر را هست کړ ۔ ديو متين اوپولادين انسان په توگه يې دټولو ناخوالو په وړاندې ودرېد ۔ هغه کله هم دانتظار په ډله کې اوکله هم دسفزا دډلې په جوړولو کې نقش ولوباوه ۔ خو دډلو اوسياساسې گوندونو لباس اوکميسونه تل داکبر دعظمت او((اکبريت)) له پاره تنگ اوواړه وو۔ هغه نه دمقام خيال درلود نه دڅوکۍ اونه دپيسو ۔ نو ځکه خو کوچنی نه شو۔ تل سرلوړ اوله وياړه ډک پاتې شو ۔ هغه خپلو بچو ته څه پرې نه ښودل خو خپلې ټولنې اوخپل هيواد ته يې يو لوې ميراث پري ښود ۔ دا ميراث دروښان اندۍ ،ملی تفکر دپخوالي درويشې اوملنگي اودسيم وزر په وړاندې د استغنا اوغرور اودشخصيت ساتلو ميراث دی ۔
په ٬٬فصل اخر٬٬ کې داستاد اکبر دا خاطره ماته ډيره په زړه پورې ده چې وايي :
زما د مدرسې يو استاد مولوي عبدلرزاق ماته ويلي وو: ددې هيواد په وضع اوحالت کې همدا دښوونې اوروزنې بهير اودخلکو باسواده کيدل يو ستر انقلاب دی ۔ ديو وسله وال انقلاب خبرې مه کوۍ ، دا جاهل اوله عقدو ډک خلک دي۔ که چيرې دوی وسله پورته کړه اوظلم فساد اووروژنې ته يې مخه کړه اوخدايې زور کمزوری شي ۔ تاسو به بيا دغه اهداف هير کړۍ اوپه لاره وهونکو به بدل شۍ ۔ اويا به له منځه ولاړ شۍ ۔ موږ په افغانستان ا و منځنۍ اسيا کې انقلاب ليدلی دی ۔ دې خبرو په بخارا اونورو سيمو کې دروسېې مداخلاتو ته لاره هواره کړه ۔ ۔ ۔

(۲) په اتيايمو کلونو کې زه اواستاد اکبر نږدي يا څو گامه وړاندې واټن کې اوسيدو ۔ هغه ديوې مجلي يا دوطن گوند دمرکزي ارگان دمجلي دچارو مسوليت په غاړه درلود ۔ هغه ستر ميراث چې له اکبره پاتي شو دهغه فکري اوفرهنگي فعاليتونو کې نغښتي دی ۔
اکبر هغه هستي وه چې ديوې کوچنۍ اومحدودې ډلې څخه دافغانستان دتاريخ پراخې زولۍ ته را ورغړيد ۔ هغه دلوي خوشال په دې انده پوه وو چې :
څو دې توان رسې په لوی درياب کې گرځه
په وياله کې دې تاوان وينم نهنگه
په وروستيو کلونو کې چې دهغه يو اثر د٬٬فصل اخر٬٬ په نوم چاپ شو۔ داتيايمو کلونو يادښتونه اومناظرې هم په کې شته اوثبت شوې دي ۔ په دې بحثونو کې داستاد اسماعيل اکبر دريځ روښانه ،قاطع اوملي دی ۔ هغه دهر ډول سمتي ، خوني ، قومي ، اوژبني تمايلاتو پر ضد دريږي اوخپله خبره کوي ۔
داستاد اکبر دا نظر هم ډير په زړپوری دی چې وايي : نن ورځ دين اومعنويت نه يوازې داستعمار اوځان پردې کيدنې پر ضد يوه وسله ده اويا دمصرفي مدنيت په ټپونو يو ملهم دی ۔ اوس ټول بشريت ته يو لارښود دی ۔ په دې اساس مسلمانان په اعتدال سره کولي شي خپل ځانگړی نقش ولوبوي موږ بايد دبحرانونو اوانحرافونو څخه دبشريت دژغور اودی ته په پاملرنې سره چې ماده اومعنا، معيشتي اومعنوې چارې، ظاهر اوباطن ،فرد اوټولنه حقوق او اخلاق،ريښتونې ازادي او دانسان دروني دونيا ،دمنفعت پالنې د فلسفي دتحميل پر ضد چې خشونت اوانحصار زيږوي ، شعار پورته کړو ۔
(۳) استاد اکبر دخپلو مطالعاتو اوڅيړنو په ترڅ کې دنړيوالو کمونيستي ادبياتو په جال کې بند پاتي نه شو ، بلکې فلسفې ،تصوف اوعرفان ته يې مخه کړه ۔خو پاتې دې نه وي چې دهغه عرفان اوتصوفي افکار يو متحرک اوخوځنده فکر ی جريان دی۔ هغه څه چې داستاد اکبر په فکري دونيا کې محسوسيږي دادي چې نوموړی دلويديځې فلسفې افکارو له بهير نه دخپل فرهنگ اومدنيت دښې توضيح له پاره کار اخلي ۔ اکبر تصوف اوعرفان د افغانستان دلرغوني تاريخ اواسلامي مدنيت پر بستر څيړي ۔ هغه عرفان اوتصوف ددې له پاره نه خوښوي اوددې له پاره دغه افکارو ته پناه نه وړي چې گوښې اولاس تر ذنې کښيني ،بلکې هغه دټولنې په بطن کې دانسانانو سره يو ځای دبدلون له پاره مټې را نغاړي ۔هغه په انسان کې معنوي اورواني بدلون له لارې دټولنې دبدلون لاره ښۍ ۔
دعرفان اوتصوف له ليارې اکبر دمعاصر انسان له پاره دروانې اودروني تزکيي اونفسانې سپيڅلتيا لاره په گوته کوي ۔
(۴) استاد اکبر دمعاصرافغانستان په روښانفکرانو کې عالي مقام لري ۔ هغه دهر قوم اوهر مليت اوهرې ژبې دروښانفکرانو له پاره دملي يووالي اوپه ملي ارزښتونو باندې داتکا مشوره ورکوله ۔ هغه تل په اسلامي افغاني ارزښتونو ټينگار اوتکيه کوله ۔
هغه دمعاصرې نړۍ دفرهنگي ښکارندو سره خلاق چلند درلود۔ هيڅکله په خپلو بياناتو اواظهاراتو کې دوگم اومتحجر نه، بلکې رغنده اومثبت فکر يې درلود ۔ په افغانې فرهنگ کې يې دنړيوال فرهنگ اومدنيت دمثبتو ارزښتونو دجذب اوتحليل لارې دخپل فرهنگ اوارزښتونو په مقياس مسايل مطرح کول ۔
(۵) استاد اکبر که له يوې خوا داوږدو مبارزو اوهڅو دپاې په نقطه کې ودريد ۔خپلو اولادونو اوخپلې کورنۍ ته يې هيڅ مادي شتمني پري نه ښودله خو دپوهی اومعرفت څراغ يې په لاس ورکړ ۔ دخپل دوران اوله هغه وروستي ځوان روښانفکر نسل ته يې لويه هستې پرې ښوده ۔ دهغه لوی ميراث ځوان نسل ته دمادياتو اولوکس تجملي ژوند په وړاندې دريدنگ ، استغنا ،غرور اوبې پرواېې وه ۔ هغه که له يوې خوا په داسې شرايطو کې چې ددين اومذهب نه ناوړه گټه اخيستونکو ،چور اوتالان کوونکو ،غارتگرو اووطن پلورونکو اودبهرنيو ملکونوداستخباراتو اجيرانو په وړاندې دمعنويت اورياضت يوه نمونه وو۔ همدا يې ځوان نسل ته لوی ميراث دی ۔
نوموړی که له يوې خوا په داسې شرايطو کې چې ددين اومذهب ټيکه دارانو له الهي نامه نه ناوړه گټه اخيستنه پيل او ديني ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړل ۔ اکبر د دغه ارزښتونو پاسدار اوساتونکي پاتي شو ۔ اکبر دمعنويت ماڼۍ اسمان ته جگه کړه ۔ دا ماڼۍ دوطن دانسان په ذهن اوروان کې پاتي کيږي۔ طبيعي ده چې دا ماڼۍ د کابل هغه لوړ منزله ودانۍ اوماڼۍ نه دې چې دشير چور په څير دغلا په پيسو جوړه شوي وي ۔
په هيواد کې داوسنې بحران په جريان کې دډيرو درواغجنو فرهنگيانو پښې په دې خټو کې وښوييدې ۔ دتقوا اوپرهيز گارۍ لاپي يې سيند لا هو کړې ۔ خو داکبر په څير ډير لږ کسان وو اودې چې دمعنويت اوفضيلت ستر امانت يې په خپلو اوږو دخپل ژوند دتاريخ دپای نقطی ته ورساوه ۔
اوس نو په دولتي فرهنگي موسساتو او دفرهنگ اوطلاعاتو دوزارت دنده ده چې داسماعيل اکبر مرحوم اثار چاپ کړي ۔ که دا کار هم نه شي کولای ۔نو پوښتنه هم دا ده چې دغه اداره په څه بوخته ده ؟
داستاد اسماعيل اکبر روح دې ښاد وي

دیدگاه خود را بیان کنید