د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی: په هزارګانو سیستماتیک بریدونه سمدستي څیړنو ته اړتیا لري

په کابل او بلخ کې له وروستیو چاودنو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنت په دې هېواد کې پر هزاره ګانو د منظمو بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

بنت نن (پنجشنبه، ۱ د غویي) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د نن ورځې چاودنې ټول افغانستان لړزولی دی.  نوموړي لیکلي، مزارشریف کې د شیعه ګانو پر جومات چاودنې شوي او هزاره ټولنه بیا د ورته بریدونو قرباني شوې.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر جوماتونو او ښوونځیو بریدونه “سیستماتیک” او د “بشري حقونو سرغړونه” وبلله او ټینګار یې وکړ چې “دا بریدونه سمدستي پلټنې او حساب ورکولو ته اړتیا لري.”

نن سهار د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شيعه ګانو يو جومات په نښه شوی دی.  د بلخ ولایت روغتیايي سرچینې وايي، په چاودنه کې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې په ګډون ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د داعش خراسان څانګې په مزارشریف کې د شیعه ګانو پر جومات د برید مسوولیت منلی دی.

دوه ورځې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز او ښوونځي درې پرلپسې چاودنې وشوې.  په دې چاودنو کې د ښوونځي لسګونه زده کوونکي وژل شوي او ټپيان دي. دغه راز نن په کندز ولايت کې هم يوه چاودنه وشوه. په کندز ولایت کې ځایي سرچینې وايي، پېښه د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ته څېرمه، د کندوز د هوايي ډګر په کارکوونکو شوې.  د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او ١١ نور ټپيان روغتون ته لیږدول شوي.