کرونا ارګ

د کرونا دویمه څپه؛ روغتیا وزارت له کوره د نیمایي اداري کارکوونکو کار غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د کرونا وبا د دویمې څپې مدیریت غونډه کې له ولسمشر وغوښتل، چې په ۴۹مه اونۍ کې دې ۵۰ سلنه دولتي او نادولتي مامورینو ته د اتو اونیو لپاره له کوره د کار کولو پرېکړه وکړي.

دغه غونډه چې نن (چهارشنبه، ۱۹ لیندۍ) د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه، د روغتیا وزیر د کرونا دویمې څپې مهارولو لپاره د یاد وړاندیز په ګډون ځينې نور وړاندیزونه هم وکړل.

د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني ویلي: «د کابینې د پرېکړې په اساس دې د ودونو د صالونونو فعالیت، په ۴۸ اونۍ کې دې د کب میاشتې تر پایه پورې د حوضونو، ورزشي کلپونو، فاتحې مراسمو او په سیالیو کې د سیلانیانو ګډون، په ۴۹ اونۍ کې ۵۰ سلنه دولتي او غیر دولتي مامورینو ته د اتو اونیو لپاره له کوره د کار، په ۴۹ اونۍ کې په عامه ځایونو کې له ماسک څخه د ګټې جبرې کېدلو او ۵۰ اونۍ کې په ښاري نقلیه وسایطو کې له پنځو څخه زیاتو کسانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.»

ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي عثماني د یادو وړاندیزونو په اړه ویلي، چې دغه وړاندیزونه به په دوو پړاوونو کې پلي شي.

د ښاغلي غني په وینا، لومړی باید د ټولنیز او روغتیایي ناورین مخنیوي لپاره د روغتیایي بنسټونو وړتیا داسې جوړه شي، چې د هرې اټکلیزې څپې سره مبارزه او رسېدنه وکړی شي.

دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته به هره یکشنبه او چهارشنبه د پرېکړو نیولو غونډې کیږي او د عامې روغتیا وزارت د وړاندیزونو او د حکومت د تصامیمو په رڼا کې به کرونا سره د مبارزې لارنقشه عملي شي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه راز ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته لارښوونه وشوه چې د جوماتونو له لارې دې د جمعې خطبه کې د کرونا دویمې څپې په اړه خلکو ته مالومات ورکړل شي چې جدي یې ونیسي.