اطلاعات روز: په کندهار ولایت کې د غلا او نشهيي توکو د پېر او پلور په تور اووه کسان نیول شوي دي.
کندهار کې د طالبان د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د طالبانو امنيتي ځواکونو نن د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې د نشهيې توک د پېر او پلور او غلا په تور ۷ تنه نيولي.
د دې ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د يادو اووه کسانو له ډلې څخه پنځه تنه د لسمي امنيتي حوزې مسوولينو د غلا او نشهيي توکو پېر او پلور په تور او دوه تنه نور يې بيا د پنځمې امنیتي حوزې د ځواکونو له خوا د غلا په تور نیول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې يوازې په تېرې اونۍ کې د کندهار ولایت په بېلابېلو سيمو کېوسله والو غلو دوه تنه مړه او يو بل زخمي کړی و.
د دې ولايت اوسېدونکي چې د وسله والې غلا څخه په تنګ راغلي د طالبانو له حکومت څخه غواړي څو د دغه ډول کړنو مخه ونيسي.