امریکا کې میشت افغانانو لاریون؛ «د هزاره ګانو نسل وژنه دې په رسمیت وپیژندل شي»

د امريکا شيکاګو ښار کې مېشتو يو شمېر افغانانو په افغانستان کې پر هزاره ګانو د وروستيو بريدونو په غبرګون کې لاريون وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د هزاره ګانو «نسل وژنه» دې په رسمیت وپېژندل شي.

دوی په دغه لاریون کې،«د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ»،«د هزاره ګانو ژوند مهم دی» او «ملګري ملتونه له خوبه بیدار کړئ» شعارونه ورکول.

دغه مظاهره چې پرون (شنبه، ۳ د غویي) د امریکا د فدرالي دولت په ودانۍ کې وشوه، له ملګرو ملتونو او امریکا یې وغوښتل چې په افغانستان کې د هزاره ګانو د ژغورنې لپاره چې د نسل وژنې له خطر سره مخامخ دي، جدي اقدام وکړي.

د تېرې اونۍ ورځې د افغانستان لپاره خونړۍ وې.

د سه شنبې سهار (۳۰ د وري) د کابل لوېدیځ هزاره سیمه د دریو جلا جلا چاودنو شاهده وه.  لومړۍ چاودنه د ممتاز په ښوونیز مرکز کې وشوه.  دوه نورې چاودنې، چې ویل کېږي ځانمرګي بریدونو له امله رامنځته شوې، د شهید عبدالرحیم لېسې مخې ته وشوې.  په دې چاودنه کې لسګونه کسانو ته چې ډیری یې زده کوونکي وو، مرګ ژوبله واوښته.

د کابل په لوېدیځ کې له بریدونو دوه ورځې وروسته په کابل، بلخ، کندز او ننګرهار کې پرله پسې چاودنې وشوې.

تر ټولو خونړۍ چاودنه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې وشوه.  په دغه برید کې تر ۱۲۰ ډېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې داعش ډلې یې پړه پر غاړه واخیسته.

د جمعې په ورځ (۲ د غویي) غرمه مهال د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جومات کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې لمونځ کوونکو د مدرسې طالبانو سره د جمعې له لمانځه وروسته د ذکر حلقه جوړه کړې وه.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، په دغه بريد کې د ماشومانو په ګډون ٣٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٤٣ نور ټپيان شوي دي.