انځور: ګوګل

ایمانوېل مکرون یو ځل بیا د فرانسې ولسمشر شو

ایمانوېل مکرون د فرانسی دویم پړاو ټاکنو کې خپلې سیالې مارین لوپن ته په ماتې ورکولو سره دویم ځل لپاره د فرانسې ولسمشر شو.

د فرانسې دولتي تلویزوني شبکو د رپوټونو له مخې، دویم پړاو ټاکنې تېره ورځ ( یکشنبه، ۴ د غویي) سهار اته بجې پېل او د ماښام تر اته بجو پورې رایې اچونې دوام وکړ، چې مکرون ۵۸.۵۵ فیصده رایې او مېمرمن لوپن ۴۱.۴۵ رایې ترلاسه کړي دي.

میرمن لوپن، خپله ماتې منلې، خو ټینګار یې کړی چې پارلماني ټاکنو کې به د بري لپاره مبارزه روانه ساتي.

د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې وروسته له هغې دویم پړاو ته لاړې چې په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند تر۵۰ سلنه زیاتې رایې ترلاسه نه کړې.

په لومړي پړاو ټاکنو کې چې د اپریل په ۱۰ نیټه تر سره شوې، ۱۲ نوماندانو د ولسمشرۍ لپاره سیالي وکړه، چې په پای کې مکرون ۲۷.۸۵ فیصدو او مارین لوپن ۲۳.۱ فیصده رایو په ترلاسه کولو دویم پړاو ته لار ومونده.

دا په داسې حال کې ده چې ایمانوېل مکرون د ۲۰۱۷ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو ټاکنو کې مارین لوپن ته به ۶۶ سلنه رایو سره ماتې ورکړې وه.