اطلاعات روز: نامعلومو وسله والو تېره شپه ناوخته د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې يو شپاړس کلن ځوان وژلی دی.
دغه شپاړس کلن ځوان ادريس احمد نومېده او د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د لوی منارې د سيمې اوسېدونکی و.
د وژل شوي کس پلار حاجي خیرو جان اطلاعات روز ته وويل، چې زوی یې له خپلو ملګرو سره په مجلس کې ناست و او د نامعلوم لوري پرې ډزې شوي او هغه یې په قتل رسولی دی.
حاجي خيرو وايې، چې ادريس احمد نه د پخواني حکومت کارمندان و، او نه يې هم له کوم چا سره شخصي دښمني درلوده.
هغه د طالبانو له امنيتي مسوولين څخه غوښتنه کوي چې د هغه د زوی قاتلين ونيسي او د قانون له مخې سزا ورکړي.
و مو غوښتل چې په دې اړه د مسوول چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو د پرلپسې هڅو سره، سره بريالي نه شولو.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په کندهار کې خلکو د هدفي وژونو او وسله والو غلاوو څخه شکایت کوه. هغوی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې د دغه ډول پېښو مخه ونيسي.