کندهار کې۵۵۰ کسان په چټکۍ سره د اختر لمانځه لپاره لوی عیدګاه جومات چمتو کوي

کندهار کې ځایي سرچینې وايي، چې سږکال به له مرکز کابل څخه د طالبانو رییس الوزراء په ګډون یو شمیر نور لوړ رتبه چارواکي کندهار ته سفر وکړي او هلته به لوی عیدګاه جومات کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړي.

کندهار ولايت  کې دطالبانو د ښاروالۍ مقام وياند زمري څرګند اطلاعات روز ته وويل، ددغه کسانو شمېر پنځه سوه پنځوس کسانو ته رسيږي او د کوچني اختر له پاره د لوی عیدګاه په چمتو کولو بخت دي.

څرګند وايي، دغه کسان هره ورځ په بېلابېلو برخو کې په چتکۍ سره کار کوي څو د اختر تر ورځې پوري د لوی عیدګاه جومات د لمانځه لپاره چمتو کړي.

د‌ څرګند‌ په خبره، «دغه ۵۵۰ تنه چې د کندهار په لوی عیدګاه جومات کې د پاک کارۍ په چارو بوخت دې د دغو ټولو کسانو معاشونه د کندهار ښاروالۍ د خپل داخلي عوايدو څخه ورکوي، موږ کوښښ کوو چې د جومات ټول تخریب شوي ځایونه ترمییم کړو او د اختر د لمانځه ادا کولو له پاره یې اماده کړو.»

سرچینې دا نه دي ویلي چې ایا د طالبانو مشر ملا هیبت الله به د کندهار لوی عیدګاه جومات کې لمونځ ترسره کړي او که نه.