لویې پکتیا خلک: د خلکو کمزوري اقتصاد له امله کوچني اختر ته چمتوالی پیکه روان دی

کوچني اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې، خو هیواد کې د اقتصادي بحران له امله د خلکو چمتوالی کمرنګه ښکاري.

د سویل ختیځ زون د ځینو ولایتونو اوسېدونکي وايي، امنیت شته، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې سږ کال کوچنی اختر خورا پیکه دی.

د دوی په وینا چې په بازارونو کې هم د تېر په پرتله ګڼه ګوڼه کمه ده او خلک د دې توان نه لري، چې د اختر لپاره توکي وپیري.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی بادام ګل اطلاعات روز سره په خبرو کې د امنیت له تامین خوښي څرګنده کړه او ویویل، د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله په مرکز ښرنې ښار کې د نورو کلونو په توپیر ګڼه ګوڼه کمه ده او ډیری خلک د دې توان نه لري، چې د اختر لپاره توکي واخلي.

یو تنکی ځوان ګردیز ښار کې پولۍ خرڅوي

هغه وايي: «مونږ تېر کال هم دلته په ښرنې کې و، اوس چې ګورو د تېر کال په پرتله هم ګڼه ګوڼه راکمه شوې او هم د خلکو له حالته مالوميږي، چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او د دې توان نه لري، چې د اختر لپاره خوراکي او یا نور توکي وپیري. بله مسله د امنیت شوه، خوشبختانه امنیت ښه دی، خو پیسه چې درسره نه وي، نو امنیت به څه کوې.»

له پکتیکا ور هاخوا بیا د خوست ولایت په لوی ښار کې هم اختر لپاره چمتوالی روان دی، د دغه ولایت اوسېدونکی سردار شاه تڼی وايي، په تېر نظام کې امنیتي ستونزې وې، خو د هغه په خبره چې له دې سره، سره بیا هم د اختر په شپو او ورځو کې ګڼه ګوڼه زیاته وه.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې اوس مهال اقتصادي مشکلات د دې لامل شوي، چې د اختر خوښي یې له خلکو هېره کړې او د یوې ډوډۍ د رانیولو په لټه کې دي.

تڼی وايي: «دلته د خوست په ښار کې د اختر لپاره به چې درې یا څلور ورځې پاتې وې، نو دومره به خلک خوښ و، چې په سرګردان چوک کې به د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله په پښو هم نشوای تللی، لامل یې دا و، چې زړونه خوشحاله و او له خلکو سره پیسې وې. اوس امنیت لرو خو پیسه نه لرو، په هماغه وخت کې به امنیت نه و، ولې د خلکو اقتصاد تر ډیره بریده ښه و.»

په همدې حال کې بیا د ګردېز ښار هټۍ وال له خپل کاروبار ناخوښ دي، دوی وايي، د خلکو اقتصادي ستونزو له امله یې د تېر په پرتله د توکو خرڅلاو پیکه شوی دی.

پکتیا ګردیز ښار چې ګڼه ګوڼه پکې کمه ښکاري

د وحیدالله په نوم د بوټونو یو تن هټۍ وال اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو اخترونو کې به یې د ورځې له ۲۰ زرو افغانیو نیولې ان تر ۳۰ زرو افغانیو سودا کوله، خو د نوموړي په وینا چې دا شمېر اوس ۱۰ زره افغانیو ته راټیټ شوی دی.

نوموړي وویل: «مونږ به د روژې په ۲۶ او ۲۷ مې ورځو کې هره ورځ تر ۳۰ جوړو پورې بوټان خرڅول او ښه کاروبار مو روان و، خو سږ کال خلک له اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي، چې د رانیولو توان یې نه لري، نو یوازې د خارج مسافر مونږ ته ډېر راځي او بوټان راڅخه اخلي.»

په ورته مهال بیا پکتیا کې د طالبانو امنیتي ځواکونه د کوچني اختر لپاره د پوره چمتوالي ډاډ ورکوي او وايي، خلک دې له وېرې پرته په ډاډمنه فضا کې د خوښۍ مراسم ترسره کړي.

په دې اړه یو تن نظامي طالب محمد ولي هلال اطلاعات روز ته وویل: «مونږ به انشاالله په پوره توان د خلکو د سر او مال ساتنه کوو او د دوی لپاره به داسې فضاء رامنځته کوو، چې په ښه ډاډه زړه د اختر خوښي ولمانځي، له خلکو مې هم دا غوښتنه ده، چې له امنیتي ځواکونو سره د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.»

که څه هم امنیت تر ډېره تامین شوی، خو بې روزګاري، د خوراکي او نورو توکو د بیو لوړېدل هغه څه دي، چې ډیری خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د پير توان یې نه لري.