د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په سالنګ کې د برېښنا د دوو پایو د نړېدو له امله د کابل او لسو نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.
دغه شرکت تېره شپه(جمعه، ۹ د ثور) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د «رڼا دښمنانو» د پروان ولایت د جنوبي سالنګ په «تاغمه» سیمه کې د وارداتي برښنا دوه پایې په ماینونو الوځولي دي.
دغه شرکت ویلي، د شرکت تخنيکي کارکوونکي د ويجاړو شويو ستنو ترميم لپاره سيمې ته استول شوي دي.
بریښنا شرکت په عامو خلکو غږ کړی چې د بریښنایي تاسیساتو په ساتنه کې زیرک اوسي او د سیمه ایزو امنیتي چارواکو په خبرولو سره د «رڼا دښمنانو» د ورانکاریو مخه ونیسي.
په هیواد کې د بریښنا د پایو ویجاړول غیر معمولي ندي. په وروستیو کلونو کې د بریښنا ستنې پرله پسې ډول ویجاړې شوي او سخت زیان یې لیدلی دی.
د طالبانو واکمنۍ کې داسې مهال د بریښنا ستنې الوځول کېږي چې دا ډله وایي هیواد کې یې پشپړ امنیت تامین کړی