حقاني کورنۍ له سروخېلو قوم څخه د ۶۰ کلنې بدي بښنه غوښتې

اطلاعات روز: د جمهوري نظام سر سختې مخالفې کورنۍ «حقاني» چې په تېر نظام کې ورباندې د لویو بریدونو پړه هم پرته وه، په ځدراڼو کې د سروخېلو په نوم له هغه قوم بښنه غوښتې، چې ۶۰ کاله وړاندې یې یو کس وژلی و او وروسته یاده پېښه په قومي بدي بدله شوې وه.

د طالبانو مخکښ غړي انس حقاني په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې دوی د دې ستونزې هواري لپاره د لویې پکتیا له بېلابېلو سیمو قومي مشران او ولایتي چارواکي د سروخېلو قوم ته په جرګه وربللي و، چې هغوی جرګه قبوله او مونږ ته یې عفوه وکړه.

نوموړي ویلي: «زمونږ نیکونو ۶۰ کاله وړاندې په ځدراڼو کې د سروخېلو قوم یو مخور شخص په بې پامۍ کې په شهادت رسولی و، خو په تېرو همدې کلونو کې د دغې ستونزې لپاره ډېرې هڅې وشوې، خو مثبته پایله یې نه درلوده، خوشبختانه چې اوس دغه ستونزه د لویې پکتیا مشرانو په منځګړیتوب حل شوه، مونږ ترې بښنه وغوښتنه او هغوی راته عفوه وکړه.»

جوړې شوې غونډې کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم ګډون کړی و، نوموړي په یاده غونډه کې د ورته قومي ستونزو حل لپاره د قومي مخورو په حضور کې د ولایتي کمېټو د جوړېدو خبر ورکړ او ویویل، چې دغه کمېټې به په لویه پکتیا او د هیواد په ټولو زونونو کې لویې او وړې قومي شخړې حل کوي.

د ۶۰ کلنې بدي جرګه کې ناست کسان

هغه وايي: «مونږ دلته د بښنې او د مقابل لوري څخه د عفوې لومړی ګام واخیست، ولې د دې لپاره چې په لویه پکتیا او یا د هیواد په هر ځای کې چې قومي ستونزې وي، د هغوی حل لپاره به ولایتي کمېټې جوړیږي، چې کار به د سیمې د مخورو له لوري د ولایتي چارواکو تر نظارت لاندې پرمخ وړل کیږي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې د قومي ستونزو له امله د حکومت مخالفو ډلو سوء استفاده کړې او خپلې شخصي ګټې یې په کې خوندي ساتلي دي.

هغه په یاده غونډه کې ویلي: «مونږ باید ټول د دې لپاره کار وکړو، چې د تېر ۲۰ کلن انقلاب ستونزو ته د پای ټکی کېږدو او نور مخالفینو ته دا چانس ورنکړو، چې د قومي مشکلاتو له لارې دوی خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي.»

پکتیا، خوست او پکتیکا د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي، چې ډیری قومي شخړې د مرکو له لارې حل کوي، خو په دې وروستیو کلونو کې یاد دود پیکه شوی دی.