پکتیکا کې د نري رنځ ناروغۍ پېښې ډېرې شوي

اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی، د دغه ولايت د مسوولينو په خبره په تېر کال کې څه کم ۱۰۰۰ کسان په ياده ناروغۍ اخته شوي دي.

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ريیس ډاکټر معروف خېل په دې موخه جوړه شوې غونډه کې ويلي چې له دوی سره په راټولو شویو پېښو کې ۹۸۲۹ شکمنې او څه کم د ۱۰۰۰ تنو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

هغه زياته کړې، چې په ثبت شويو پېښو کې هغه ښځې او ماشومان شامل دي، چې پوره او ګټورو خوړو ته لاسرسی نه لري.

نوموړی وايي: «دلته په پکتيکا ولايت کې زمونږ د مالوماتو او راسره د ثبت شويو پېښو له مخې چې د نري رنځ ناروغۍ ډېرې شوي دي. د مرکز ښرنې او ځينو ولسواليو په ګډون په تېر کال کې ۹۸۲۹ شکمنې پېښې او د دې ترڅنګ ۹۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، د دې پېښو ډېره برخه قربانيان هغه ښځې او ماشومان دي، چې پوره خوړو  لاسرسی نه لري.»

په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايت لپاره د نري رنځ مسوول ډاکټر محمد اعظم وايي، په ارګون، وازيخوا او خيرکوټ ولسواليو کې زياتره کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وويل: «نری رنځ يوه تر ټولو خطرناکه ناروغي ده، عوامل يې تبه، ټوخی، خوله او د وزن کموالی ده، نو ډيری کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي، کومې پېښې چې مونږ په پکتيکا ولايت کې لرو زياتره يې په دريو ولسواليو خيرکوټ، ارګون او وازيخوا کې دي.»

په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايت د طالبانو مرستيال والي محب الله حماس له عامې روغتيا رياست غوښتنه وکړه، چې د پېښو کموالي او د ناروغانو تداوي په موخه د شته مشکلاتو لپاره کوټلي ګامونه واخلي‌.

حماس وويل: «کومې پېښې چې ثبت شوې او تاسو په دې غونډه کې مالومات شريک کړل، نو اوس بايد لاس تر زنی ورته منتظر نه شو، د دې بايد نور مخنيوی وشي او په دې ناروغۍ د اخته کسانو تداوي لپاره هم هڅی وشي.»

نری رنځ يا توبرکلوز په نړۍ کې ۱۳ نمبر هغه وژونکې ناروغۍ ده، چې هر کال يې له کبله ۱,۵ ميليونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.