ارزګان کې د یوې زړې هاوان مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم سخت ټپي شوی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دې ولايت په چوره ولسوالۍ کې د یوې زړې هاوان سرګلولې چاودنې له امله يو ماشوم سخت ژوبل شوی دی.

ارزګان ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس ملا محمداصف وايي، پيښه نن (پنج شنبه، ۵ د غبرګولي) غرمه مهال يوولس نيمي بجې د چوره ولسوالۍ په «بازار» سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي د هاوان دغه مرمۍ چې د يوه دوکان پر چت د تيرو جګړو څخه پاتې وه نن يې پر ياد ماشوم چاودلې ده.

نوموړي وويل چې سيمي ته د طالبانو کسان ورغلي او ماشوم يې روغتون ته انتقال کړی دی.

د هغه په خبره د ټپي ماشوم روغتيايي حالت نازک ښودل شوی.

دا په داسي حال کې ده چې له تيرو څو ورځو راهیسي د هیواد په سویلي حوزه کې د ناچاوده توکو دچاودنو په پيښو کې ملکي کسانو ته زیاته مرګ ژوبله اوړي چې زیاتره قربانیان یې ماشومان دي.