خوست کې د «امن کور» تر نوم لاندې د نېزه بازي سیالۍ پېل شوې

اطلاعات روز: خوست کې ځايي طالب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د زون په کچه د نېزه بازي سیالۍ پیل کړې، چې د کوزې پښتونخوا په ګډون په کې ۸ لوبډلو برخه اخیستې ده.

د خوست لپاره د طالبانو والي رسینو سره په خبرو کې ویلي، چې نېزه بازي ته د اسلام په تاریخ کې ځانګړی ځای ورکړل شوی او غوښتنه یې کړې، چې د دغې لوبې د لا پرمختیا له پاره دې هڅې وشي.

په ورته مهال بیا د نېزه بازي لوبغاړي د ورزش په نوې اداره نیوکه کوي، چې د هغوی د نه پاملرنې له امله یاده لوبه پيکه شوې او په خبره یې که ورته پام و نه شي، نو دغه لوبه به بیخي ورکه شي.

افغانستان د امن کور تر نوم لاندې پیل شویو سیالیو ته له غزني راغلي لوبغاړي نور الله وویل، چې د امکاناتو کموالي له امله دوی ته په میاشت کې هم د لوبو زمینه نه برابریږي.

هغه په خوست کې د طالبانو له ورزشي مسوولینو غوښتنه وکړه، چې دوی ته د سیالیو لپاره امکانات او د زون په کچه مناسب لوبغالی برابر کړي.

نوموړي وویل: «په ټوله کې په سویل ختیځ زون کې د نېزه بازي لوبه پیکه شوې او لامل یې هم دې لوبې ته نه پاملرنه ده. که چېرې همداسې پام و نه شي، نو زه ویره لرم، چې خدای مه کړه دغه لوبه به بیخي له منځه لاړه شي.»

د دغو لوبو یو بل لوبغاړي خان زمان وویل، چې د طالبانو حکومت دې د نورو لوبو ترڅنګ د نېزه بازي لوبې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه همدا راز  په سویل ختیځ زون کې د نېزه بازۍ د لا پرمختیا لپاره د سیالیو په لاره اچول ښه ګام وباله.

په همدې حال کې بیا په خوست کې د طالبانو د ورزش آمر عطاء الله کډوال وویل، چې د لوبغاړو اندېښنې پر ځای دي او دوی هم د دې لپاره چې دغه لوبه له پیکه حالت څخه را ووځي، نو د افغانستان امن کور تر نوم لاندې یې د زون په کچه سیالۍ په لاره اچولې دي.

نېزه بازي د لویې پکتیا کلتوري لوبه هم بلل کیږي، چې پخوا یې خورا ډېر مینوال درلودل، خو د کرکټ او ځینو نورو لوبو له مروج کېدو وروسته دغه لوبه پیکه شوې ده.