ارګ

د ولسمشر غني او مارک میلي لیدنه؛ دواړو لوریو د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنې ښودلي

اطلاعات روز: ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي سره کتلي دي.

ارګ په نن (پنج شنبه، ۲۷ لیندۍ) خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه پرون مازدیګر شوې او په کې دواړو لوریو افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنې ښودلې دي.

د خبرپاڼې له مخې: «دغه لیدنه چې په ارګ کې ترسره شوه، په کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محمد یاسین ضیا او د چارو ادارې عمومي مشر فضل محمود فضلي او دغه راز د امریکا سفارت شارژدافیر او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان هم شتون درلود، دواړو لوریو افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنې وښودلې.»

خبرپاڼه زیاتوي، د امریکا متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه هېواد له تلپاتي ملاتړ ډاډ ورکړ.

دغه راز په یادې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د سولې پروسې، د پام وړ تاوتریخوالي کمېدو پر بېړنۍ اړتیا او د اوربند په ټینګښت بحث او نظرونه شریک شول.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماښام (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ) له ولسمشر اشرف غني سره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ټیلیفوني خبرو کې هم، دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې خبرو سره هم مهاله د تاوتریخوالي په زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې وه.

د ارګ خبرپاڼه وایي، د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې افغانستان کې د اوربند ټینګښت کې به یې هېواد مرسته وکړي.