کندهار کې د شري ناروغۍ کمساري زیاتېدل؛ یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۱۹ ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: کندهار کې روغتیایي مسوولین وايي، په دې ولایت کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې ډېروالی راغلی او يوازې په تېرو دوو مياشتو کې ۱۹ ماشومانو له همدې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر چې سلګونه تنو ته رسېږي یو شمیر یې د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. ډاکټران وایي هرکال د هوا بدلیدو سره په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمیر کې زیاتوالی راځي چې اصلي لامل یې د کورنیو لخوا کوچنیانو ته د واکسین نه ورکول یادوي.

کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر محمد صديق اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په شري ناروغۍ اخته ماشومان دغه روغتون ته ډېر ور وړل کېږي خو‌ په منځ کې يې دوی يوازې هغه بستروي چې حالت يې خراب وي او دوامداره نظارت ته اړتيا ولري.

ډاکټر محمد صديق زياتوي، یوازي د تېرې غويي مياشتې په جريان کې دغه روغتون ته شاواخوا ۵۰۰ د شري ناروغ ماشومان ور وړل شوي چې له هغې جملې يې دوی ۱۵۵ هغه بستر کړي.

ډاکټران، په شري ناروغۍ د ماشومانو د اخته کیدو اصلي لامل د واکسین نه کول او بې وزلي یادوي.

دی وايي، د ۱۵۵ په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو له جملي نهه تنه مړه شوي او د پاتې نورو درملنه شوې ده.

د ده په وینا، چې د تېر اوړي مياشتې په جريان کې هم دغه روغتون ته په شري ناروغۍ ۳۸۵ تنه اخته ماشومان وروړل شوي وو او له هغې جملې دوی ۱۸۳ هغه بستر کړي او لسو ماشومانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ډاکټر محمد صديق د ماشومانو د مړينې تر ټولو لوی لامل روغتون ته پر وخت د هغوئ نه ور وړل يادوي، ځکه په خبره يې هغه وخت د کورنيو مشران خپل ماشومان روغتون ته د بسترولو له پاره ورولي چې ساه پکې ټکېږي.

د‌ ده په خبره چې اوس ګرمي په زیاتیدو ده او دغه ناروغۍ بيا ځل د ډېرېدو په حال کې ده.

دغه ډاکتر زياتوي کوم ماشومان چې په شري ناروغۍ اخته کېږي ټول یې د کورنۍ له لاسه ځکه پر ورته واکسین نه تطبیقوي.

ډاکټر محمد صديق وايي، کوم کسان چې خپل ماشومانو ته د شري واکسين ورکړي يو فيصد يې په دغې ناروغۍ د اخته کېدو چانس شتون لري او هغه کسان چې واکسين نه ورکوي په هغو ماشومانو کې دا سلنه تر ۹۰ هم پورته وي.

د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مشر وایي، په اوسني وخت کې حتا ډېر شمېر کسان دومره حوصله هم نه لري چی خپل ماشوم تر يو روغتيايي مرکز پورې ورسوي او هلته د شري وړيا واکسين ورکړي.

د‌ ډاکټر محمد صديق له قوله: «هر کال چې ډېره ګرمي شي او يا ډېر ساړه شي نو ماشومان ډېر په دې ناروغۍ اخته کېږي، د ماشومانو د کورنيو مشران هم خپل ماشومان پر وخت روغتون ته نه راولي هر وخت چې عزرائیل ورسره ملګری شي نو دوی موږ ته خپل ماشومان راولي، دا که پر وخت راوستل شي د ښه کېدو چانس يې ډېر دی.»

کندهار کې تېر کلونه هم په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر و، خو له دې سره سره اوس هم ډېر شمېر ميندې او پلارونه ځان د شري له واکسين څخه بې خبره ښي.

شپږ کلنه يسرا يوه له هغو ناروغانو څخه ده، چې اوس مهال د شري له ناروغۍ کړېږي.

د‌ يسرا پلار محب الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، داسې فکر يې کوه چې لور به یې ښه شي خو کوم وخت چې يې ماشومه ډېره په تکليف شوه، نو مجبوره شول ترڅو د ښې درملنې لپاره يې روغتون ته بوځي.

کندهار کې لا هم د شري نارغۍ په اړه خلک پوره معلومات نه لري او خپل ماشومان ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته نه وړي

محب الله زياتوي، دا مشوره همسایه ورته ورکړه چې خپله لور دغه روغتون ته د‌ درملني له پاره انتقال کړي.

د ده په خبره چي د پخوا په پرتله يې اوس د لور روغتيايي وضعيت ښه شوی ځکه د ډاکترانو تر څارنې لاندې ده.

د ناروغې ماشومې پلار وايي، تېر ځل يې زوی هم په دې ناروغۍ اخته شوی و او د دوی د بې پروایي له امله د مرګ تر څوکې پورې ورسیده، خو بېرته ژوندی پاتې شو.

دغه کس زياته کړه: «زما لور په دې ناروغۍ اخته شوه، ما ويل ښه به شي خو هغه تر هغې زیاته ناروغه شوه وروسته مجبوره شوم چې روغتون ته يې انتقال کړم ځکه چاره مي نه درلوده، اوس مي لور د ښه کېدو په حال کې ده.»

محب الله د نورو کسانو څخه غوښتنه کوي چې خپل ناروغ ماشوم پر وخت نېږدې روغتيايي مرکز ته انتقال کړي تر څو هلته يې په ښه ډول درملنه وشي.

په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو ترڅنګ درې کلن شمس الله هم بستر دی.

د‌ شمس الله مور چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، ډېره ورته ګرانه تمامېږي چې وړوکی ماشوم یې په شري اخته وي او دا هيڅ نه شي ورته کولای.

هغې وويل، که په پخوا وختونو کې د شمس الله پلار دې ته اجازه ورکړی وای چې خپل ماشوم  واکسين له پاره روغتيايي مرکز ته بوځي نو نن به یې زوی له دغې ناروغۍ څخه نه کړېده.

د دغې میرمنې په وینا، اوس یې د زوی روغتیايي وضعیت ترپخوا ډیر خراب شوی او هیڅ ګومان نه کوي چې روغ به یې کور ته بوځي.

د شمس الله مور زياته کړه، چې دوی يوازي د پولیو واکيسن پیژني او د نورو واکسينونو په اړه کره معلومات نه دې ورکړل شوي.

هغې وویل: «ما څو ځله د شمس الله پلار ته وويل حې زه به مو زوی ډاکټر ته بوځم د درملنې لپاره خو پلار يې ويل ښه به شي ولي ناخقه ورخطايي کوې، کله چي ناببره د هغه حالت ترپخوا ډېر خراب شو نو پلار يې روغتون ته راوست، اوس بستر دی، کله چې خپل زوی په دغه حالت کې وينم نو له ځانه سره وژاړم ځکه بله چاره نه لرم.»

یوه کندهارۍ میرمنه وایي، یوازې پولیو واکسین پیژني او د نورو واکسینونو په اړه پوره معلومات نه لري

کندهار کې ډېری کورنۍ لا تراوسه هم د شري ضد واکسين نه پيژني هغه څه چې تر ټولو لويه ننګونه بلل کېږي.

يو شمېر کسان بيا په دې باور دي چې که د پوليو واکسين خپلو ماشومانو ته ورکړي نو د شري واکسين ته به اړتيا پېښه نه شي.

خو ډاکټران وايي، ټول ماشومان بايد د مختلفو امراضو پروړاندې واکسين شي ترڅو د بدن معافيت يې لوړ شي.

ډاکټران زیاتوي، که ټولو ماشومانو ته واکسين ورکول شي نو په روغتونونو کې به د بستر ماشومانو شمېر صفر ته راټيټ شي.

هغوئ د‌ ماشومانو والدين په دې مکلف ګڼي چي خپل ماشومان تر يو کلنۍ د مخه روغتيايي مرکزونو ته ورولي او هلته يې واکسين کړي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال د وري په ۱۵مه نیټه د طالبانو روغتیا وزارت اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۲۵ زره ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي چې په وینا یې له دې جملې څخه ۱۸۶ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.