انځور: India Today

هند په افغانستان کې په خپل ډیپلوماټیک حضور باندې غور کوي

اطلاعات روز: هندي رسنیو راپور ورکړی چې حکومت یې پر دې غور کوي څو محدود شمېر ډیپلوماټان افغانستان ته واستوي څو د قونسلګرۍ چارو د څارنې ترڅنګ بشري مرستې وویشي.

هندوستان ټایمز نن (چهارشنبه، ۱۸ د غبرګولي) په یوه راپور کې ویلي، چې دا اقدام د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.

د دغه راپور له مخې، په کابل کې د هند د ډیپلوماټیکو فعالیتونو د بیا پیلېدو خبره د هندي پلاوي سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په وروستۍ لیدنه کې شوې ده.

هندوستان ټایمز لیکلي، چې د هند د امنیتي چارواکو یوه ډله هم د فبرورۍ په میاشت کې کابل ته ناڅاپي سفر کړی وو چې د هند سفارت ته د هندي ډیپلوماټانو د احتمالي راستنیدو په تړاو د امنیتي وضعیت ارزونه وکړي.

په همدې حال کې، سرچینې زیاته کړې چې د هند حکومت پر دې غور کوي چې د قونسلګرۍ د چارو د څارنې او د بشري مرستو د ویش لپاره خورا محدود ډیپلوماټان کابل ته واستوي.

سرچینې دا هم ویلي: «په داسې وخت کې چې په سیمه کې نور مهم لوبغاړي لکه چین، روسیه، ایران او پاکستان په کابل کې خپل حضور پیاوړی کړی، هند اړ دی چې په افغانستان کې هم حضور ولري، که نه نو ښايي تر فشار لاندې راشي.»