کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست خلکو ته د یو لړ تازه بندیزونو اعلان کړی

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امر بالمعروف مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې رسنیو او خلکو ته په خپلو تازه بندیزونو کې د موسیقي پر نشرولو او اوریدلو او د ږیرې خریلو تر څنګ په یو شمیر نورو مسایلو مطلق بندیز لګولی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس عبدالرحمن طیبي نن ( پنج شنبه، ۱۹ د غبرګولي) د یوې پریکړې وروسته دغه بندیزونه اعلان کړي دي.

طيبي وويل، پر راډیو او تلویزیون د موسيقۍ او سندرو نشرول حرام دي او په مطلق ډول پرې بنديز دی.

دی وايي، په سلمانيانو کې د ږیرې پر خريلو بندیز دی او هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي تر څو دا کار وکړي.

د هغه په وينا، ټکسي او ریکشې کې د يوې ښځې پر انتقال او د مخ په سيټ کې د موټروان سره د ښځې ناسته بنده ده.

کندهار کې د امر بالمعروف ریيس زياتوي، چې ودونو او نورو ځايونو کې يې هم د موسيقۍ پر لوړ غږ غږول بند کړي دي.

 د ده به خبره، کافي شاپونه، عامه ځايونو او مېلو کې يې په مطلق ډول پر چلم (قيلون) څکولو بنديز اعلان کړی.

هغه وايي، دغه اقدام يې له مرکز کابل سره تر همږغۍ وروسته تر سره کړی دی.

طيبي زیاته کړه: «د راډيو او تلويزیون له لارې د موسيقۍ نشرول مطلق بند دي او هيڅ څوک اجازه نه لري چې نشر یې کړي، په ودونو، محفلونو او عامه ځايونو کې د سندرو پر اورېدلو بنديز دی، په سلمانيانو کې د ږیرې پر خريلو بندېز دې، پر چلم څکولو بندېز دی هغه که هر ځای وي، د ټکسيانو د مخ په سيټ او رخشو کې د يوې او بيګانه ښځې پر انتقال مطلق ډول بنديز دی، هره ښځه بايد مطلق حجاب وکړي.»

دغه راز کندهار د يو شمېر محلي رسنيو استازي وايي، په دې ولايت کې له پخوا څخه سندرې نه نشرېږي او کومې رسنۍ يې نشروي هغه له کابل څخه فعاليت کوي.

بل لوري ته یو شمېر ریکشه چلوونکي وایي، تر ۷۰ سلنه پورې ښځينه له ریکشو څخه ګټه اخلي ترڅو خپل منزل ته ځان ورسوي.

ریکشه چلوونکي وايي که د امر بالمعروف رياست ياده پریکړه عملي شي نو د دوی پر کاروبار به ډېره منفي اغېز وکړي او ډېر شمېر به بې دندې شي.

په ورته وخت کې يو شمېر سلمانان زياتوي، له کله نه چې دغه پریکړه اعلان شوې کاروبار يې ډېر تغیر کړی او ډېر شمېر سلمانان ګاونډي ايران او پاکستان هېوادونو ته تللي.

د يادونې وړده چې د طالبانو د حکومت دې بندیزونو له وړاندې په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارولي دې. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې پر یادو مسايلو بنديز لګېدلی و خو پوره عملي شوي نه و.