اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې د دې ولایت د ښاروالۍ له لورۍ ۵ زره کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو چارې پېل شوې.
کندهار کې د طالبانو د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت مشر انجنير مولوي جانان آغا وايي، د اوبو رسولو دغه پروژه د سپين بولدک ولسوالۍ د «مرغۍ» په کلي کې عملي کېږي.
نوموړي زیاتوي، ددې پروژې پر مټ به پنځه زره کورنۍ وکولای شي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیداکړي.
د انجنير جانان آغا په خبره، د ښاروالۍ مقام له لوري د اوبو رسولو پر دې پروژه پنځلس ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د څلور مياشتو په موده کې به بشپړه شي.
د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت مشر زیاته کړه، چې اوس مهال په همدې سيمه کې د دوی شپږ برمې شتون لري او له هغې جملې د يوې برمې د بشپړه فعالېدو وروسته به پنځه زره کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
دی زياتوي په راتلونکي کې به پر پاتې پنځو برمو د دوی کار پيل شي چې د هغو پر مټ به شاوخوا ۱۵زره کورنۍ پاکو اوبو ته لاس پيدا کړي او خپلې اړتياوې به پرې پوره کړي.
ډ يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختونو کې د کندهار په يو شمېر سيمو کې د اوبو سطحه ټيټه شوې چې ورسره يو وخت يې خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندهار ولايت اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او بهرنيو موسېساتو څخه غوښتنه کوي څو په دې ولايت کې د اوبو رسولو پروژې عملي کړي چې خلک پر کار شي او کورنيو ته پاکې اوبه ورسېږي.