افغانستان

له افغانستانه د وتلو يواځې يوه لاره شته؛ د سيمې له ځواکونو سره همکاري

خبریاله: فاطمه فرامرز

ژباړن: امېد اشنا

له يوې لسيزې زيات وخت کيږي، چې په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو هر بحث په محدود ډول د ځواکونو په زياتولو او اېستلو متمرکز دی. د متحده ايالاتو سياسيون په ښکاره مني چې د افغانستان ستونزه هېڅ نظامي حل نه لري. سره له دې هم هغوی د متارکې او له ترورېزم سره د مبارزې د ناسم انتخاب په اړه بحث کوي.

د نوي منتخب ولسشمر جوبايډن دولت دا فرصت لري چې له دې عارفانه تجاهل څخه مخکې ولاړ شي. په افغانستان کې د متحده ايالاتو ګټې له ترورېزم سره له مبارزې ورهاخوا دي. چين، هند، اېران، پاکستان او روسيه ــ څلور هسته يي ځواکونه، د آسيا دوه لوی اقتصادي ځواکونه او د امريکا يو ځيرک دښمن ــ ټول د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لري. د افغانستان د سولې په پروسه کې له دې هېوادونو سره د متحده ايالاتو چلند، له دې هر يوه سره د افغانستان پر اړيکو او په آسيا کې د متحده ايالتونو پر ځای، ځايګي ژور اغېز لري.

د بايډن دولت بايد د ټرمپ د دولت د هغې هوکړې سره سم د ځواکونو اېستلو ته دوام ورکړي، چې د ۲۰۲۰ په فبروري مياشت کې يې له طالبانو سره لاسليک کړې ده. که څه هم شونې ده چې د زماني جدول د تنظيم په هڅه کې وي؛ ځکه چې د دې هوکړې د ځينو برخو اجرا کېدل ځنډېدلي دي، خو بايد د متحده ايالتونو او سيمه ييزو ځواکونو تر منځ د يوه منسجمې سيمه ييزې ستراتيژي پر بنسټ د همغږي او هملاري زمينې برابرې کړي.

که څّ هم له چين او روسيې سره د ياد هېواد اړيکې په يوه پروسه کې په ټيټ حالت کې دي، خو د افغانستان د ثبات لپاره امريکا له دواړو هېوادونو سره ګډې ګټې لري. يوه سياسي هوکړه چې د افغانستان د ګاونډيانو ملاتړ ولري، نه يوازې د امريکايي ځواکونو د شتون اړتيا کموي، بلکې کولی شي د آسيا د سياست لپاره ډېر ګټور بنسټ واوسي.

سيمه ييز فکر

د افغانستان ستونزې سيمه ييز څرنګوالی لري، په داسې حال کې چې متحده ايالاتو د هغو سيمه ييزو شخړو د مديريت لپاره هېڅ چوکاټ نلري، چې جګړو ته لمن وهي. د افغانستان او ختيځې آسيا لپاره د ټرمپ د دولت په ستراتيژي کې آن چين، اېران يا روسيې ته يوه اشاره هم نده شوې (که څه هم د ملي امنيت د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ستراتيژي کې د «د لویو ځواکونو د رقابت» او «ديکتاتوريګانو» ته د سيمو په بې ثباته کولو اشاره شوې ده.)

کله که چې په ۲۰۱۸ کې تصميم دا شو چې مذاکرات د ځواکونو په اېستلو متمرکز شي، د ټرمپ دولت پوه شو چې دا هېوادونه د مسکو پروسې له لارې مخکې د سولې په مذاکراتو کې ښکېل و. په پايله کې د متحده ايالتونو د وتلو د ډاډ لپاره له هغوی ټولو سره همکاري ته اړتيا وه.

د افغانستان د سولې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې له هڅو سره د روسيې او چين د همغاړي کولو لپاره ځينې پرمختګونه لري. هغه د ۲۰۱۸ کال د نومبر په جلسه کې په ګډون د مسکو پروسې ته رسميت ورکړ، د افغانستان د سياست له مسولو روسي سياستوالو سره يې په منظم ډول ناستې کولې او د افغانستان د سولې پروسې په اړه يې له روسي، چينايي او پاکستاني چارواکو سره مشورې کولې. د دې هڅو پایله د متحده ايالاتو او وسله والو طالبانو تر منځ د مذاکراتو د ملاتړ په اړه څو ګډې بيانيې شوې، چې بلاخره د ۲۰۲۰ د فبروري د سولې په توافق او د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د مذاکراتو پر پيل تمامه شوه.

په هر صورت، په مشورو کې د بېجینګ له ګډون سره سره، د ټرمپ دولت ان د افغانستان او چین له همکارۍ سره مخالفت ته دوام ورکړ.

د بېلګې په ډول د ۲۰۲۰ په مارچ کې امريکا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت د دوام په اړه د ياد سازمان د امنيت شورا پرېکړه ليک په ويټو وګواښه؛ ځکه چې په هغه کې د چين د لارې او کمربند يادونه شوې وه (په حقیقت کې، د ماموریت د غځولو لپاره ټول پریکړې له ۲۰۱۶ز کال راهیسې پلي شوي.) دا پرېکړه بلاخره د «سيمه ييزې پراختيا لپاره د سيمه ييزه همکاري» په مبهم تاييد تصويب شو.

د ټرمپ دولت د هند په اړه د تر سره کوونکو ځينو حرکتونو د يوې برخې په توګه هڅه وکړه چې اېران په افغانستان کې د سولې په اړه د خپلو پيل کړو هڅو لور ته راکش کړي. په ۲۰۱۸ کې په چابهار کې د پانګونې لپاره هند ته په استثنا قايل شو. دا د اېران يوه بندري پروژه ده، چې د هند او جاپان په مالي ملاتړ هند ته افغانستان او مرکزي آسيا ته د لاسرسي شونتيا ورکوي. خو پر اېران د متحده ايالتونو حد اکثر فشار په بندر کې د پانګونې د وېرې لامل شوه او ډيپلوماټيک اغېز استثناګانې پيکه کړې. پر دې اساس د حيرانتيا ځای نه و، چې اېران له چين، روسيې او پاکستان سره د امريکا په مشرۍ د افغان سولې په مشورو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ د فبروري د هوکړې عملي کولو لپاره سيمه ييز ملاتړ اړين دی. د دې معاملې پر بنسټ، ټاکل شوې چې متحده ايالات له وسله والو طالبانو د دې ژمنې په بدل کې، چې افغانستان به د ترورېستانو په پټنځای نه بدليږي، خپل ټول ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مې مياشتې تر لومړۍ له افغانستان څخه وباسي، خو دا زماني جدول په نورو موخو پورې تړلی ــ د امريکا او وسله والو طالبانو اوربند، د زندانيانو خلاصون، د بنديزونو لرې کول او د هېواد د راتلونکي حالت او سراسري اوربند لپاره د افغان دولت او يادې ډلې تر منځ د خبرو پيل. د زندانيانو په خلاصون او د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ  د مذاکراتو په پيل کې ځنډ (که څه هم د وړاندوينې وړ و) د وسله وال تاوتريخوالي زياتېدو لامل شو. وسله والو طالبانو تر اوسه له القاعده سره خپلې اړيکې ندي پرې کړې او متحده ايالتونو پر ياده ډله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو لرې کول ندي پيل کړي. د بايډن د سوګند او د ځواکونو د وتلو په ۱۴ اونيزه لنډه موده کې به د افغان مذاکره کوونکو لپاره پر راتلونکي سياسي لارې په نقشه او اوربند توافق تقريبا ناشونی وي.

د بايډن دولت چې د جنوري په ۲۰ د افغان سولې ميراث تر لاسه کړي، دې ته مايل دی چې د پروسې د غړو تر منځ د واضح او ښکاره اړيکو په اړه خبرې وکړي او د معاملې اجرا کول د اېران له هسته يي توافق سره د يو ځای کېدو په څېر د ځينو نورو سيمه ييزو اقداماتو په تر سره کولو همغږي کړي، خو د دې چارې تر سره کول د افغانستان له ځواکمنو ګاونډيانو سره همغږو ډيپلوماټيکو اړيکو ته اړتيا لري. له هند پرته ټول هم له افغان دولت او هم له وسله والو طالبانو سره سياسي اړيکې لري او دوی ټول اندېښمن دي چې متحده ايالاتو له ترورېزم سره په مبارزه کې د هغوی په منلو د دايمي نظامي هډو د جوړولو په ماموريت کې، چې ښايي يوه ورځ د هغوی پر وړاندې وکاريږي، ناوړه استفاده نه وي کړې. ګاونډيان غواړي چې امريکايي ځواکونه له سيمې ووزي، خو داسې نه چې بدترې ستونزې رامنځته کړي.

ګډې ګټې

د بايډن دولت بايد دا روښانه کړي چې د ځواکونو اېستل به د هر اړخيزې هوکړې ــ له دې ډلې د اوربند او د وسله والو طالبانو د تروريستي کړنو پر وړاندې ژمنې ــ د يوې برخې په توګه بيا پر ديپلوماسي له تمرکز او د سيمې له قدرتونو سره له همکاري سره مل وي. د ټرمپ دولت، چې د آسيا لويې وچې د هند او آرام سمندر په ستراتيژي کې عملا ښکېل دی، د افغانستان په ثبات کې ګډې ګټې لري. دا سيمه د افغانستان، چين، هند، اېران، جاپان، روسيې او د منځنۍ اسيا د هېوادونو لپاره د لويو پروژو د پلې کېدو ځای دی او يوازې په هغه صورت کې بريالي کېدی شي چې په افغانستان کې سوله راشي؛ خو د همکاري زمينه له مهمو پروژو او سوداګرۍ څخه پراخه ده، آن چين چې له امريکا سره يې د سوداګرۍ او فن اورۍ په برخه کې په چندان ښې ندي، په افغانستان کې له امريکا سره د پام وړ ګډې ګټې پيدا کولی شي.

د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د افغان ديپلوماتانو د روزلو لپاره د متحده ايالتونو ــ چين ګډ پروګرام د سولې د ګډو همکاريو پايله لرله. امريکا او چين بايد هغه روزنيز پروګرام بېرته پيل او پراخ کړي. دا دواړه هېوادونه بايد امنيتي همکارۍ هم تر غور لاندې ونيسي. چين له کلونو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره له امريکا سره د همکاريو د شونتيا خبره په احتياط ياده کړې ده. چينايي چارواکو همدارنګه د دې هېواد او امريکا لخوا په ګډه د افغان نظامي افسرانو د روزنې غير رسمي وړانديز هم کړی دی. د بايډن دولت کولی شي پر دې دواړو احتمالاتو غور وکړي؛ همداراز شونې ده چې د افغان پوځ د ملاتړ لپاره د ۱۷_Mi اصلاح شويو چينايي چورلکو په ورکړه بياکتنه وکړي. دا چورلکې کولی شي له «مک دونل داگلاس» ماډلونو، چې اوسمهال يې متحده ايالاتونه چمتو کوي، ډېر ارزانه پريوزي.

چين د افغانستان شمال ختيځ خوا ته د لېوالتيا پر اساس، چې د سين کيانګ ايغور خپلواکې سيمې سره پر پوله پرته ده، کولی شي نظامي همکاري زياته کړه. بيجېنګ د هغه څه د ځپلو لپاره، چې دوی يې «درې ستونزې» ــ بيلتون غوښتنه، افراطيت او ترورېزم بولي ــ په دې سيمه کې د څار او نيونې سيسټم فعال کړي. ځپل له هغه ډېر پراخ دي چې له امنيتي قانوني تهديدونو توجيه شي، خو قانوني امنيتي تهديدونه شته. له هغو سره د مقابلې لپاره افغانستان، چين، پاکستان او تاجکستان د همکاري او همغږي يو مېکانېزم جوړ کړی، چې د هغه پر بنسټ په ګډه په خپلو ګډو پولو کې ګشت کوي. چين همدارنګه په بدخشان ولايت کې له چين سره د پولې په اوږدو کې د ترورېزم ضد يوه غرني پُل په جوړولو کې له افغان پوځ سره همکاري کړې ده.په داسې حال کې چې متحده ايالات بايد په سينکيانګ کې د ځپلو غندنې ته دوام ورکړي، د چين ښکېلتيا په تېره د هغې سيمې په امنيتي تهديدونو کې، کولی شي د افغانستان له امنيتي ځواکونو د زيات ملاتړ په برخه کې د چين او امريکا تر منځ د زياتې همکاري زمينه برابرولی شي.

که متحده ايالات د چين د يوې لارې، يوه کمربند له نوښت سره د مخالفت پر ځای تعميري تعامل او سالم رقابت وکړي، نورې ګډې لارې هم خلاصېدلی شي. «د بيجينګ د بېخ بنسټ جوړولو لاسليک» د پيسو داسې اړتيا لري، چې انکار نشي ترې کېدلی: آسيا پراختيايي بانک په ۲۰۱۷ کې اټکل کړی، چې آسيا له ۲۰۱۶ تر ۲۰۳۰ کلونو تر منځ په بنسټيزه برخه کې ۲۶ تريليونه ډالرو پانګونې ته اړتيا لري، دا اړتيا له افغانستان پرته په هېڅ ځای کې زياته نده. که څه هم افغانستان تر اوسه رسما د چين له يوې لارې او يوه کمربند نوښت سره ندی يو ځای شوی، خو د ۲۰۱۶ کال د هوکړې له مخې بيجينګ او کابل ځينې همکارۍ پيل کړې دي. د بېلګې په ډول په ۲۰۱۶ کال چين د چين ــ افغانستان د رېل پټلۍ ځانګړې لاره پرانيسته، د آرام سمندر په سواحلو کې پروت جيانګ سو ايالت د افغانستان له ځمکني حيرتان بند سره نښلوي. د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر مياشت کې د طلق لومړی کتار له حيرتانه چين ته روان شو.

متحده ايالات بايد له يوې لار، يوه کمربند سره د مخالفت پر ځای، په تېره له «د آسيا د زېربناوو د پانګونې بانک» سره په يو ځای کېدو هم اغېز لرلی شي. په دې بانک کې د افغانستان او د امريکا د ډېری متحدانو په ګډون ۱۰۳ هېوادونه غړي دي. د بروکېنګ موسـسې وروستی رپوټ دې پايلې ته رسېدلی چې د آسيا د بېخ بنسټونو پانګونې بانک نړيوال نظم ته د چينايانو له تهديد پرته، چې د هغوی مخالفان يې يادوي، «د متحده ايالتونو او چين تر منځ د ژورو اړيکو د تثبيت لپاره د تعميري همکاريو او په آسيا کې د امريکا د شتون د پياوړتيا لپاره ښه لاره ده». د پانګونې په مټ د پام وړ ونډې اخيستو له لارې واشنګټن په يو مهم اغېز لرونکي او منتقد بدلوي.

اېران او چابهار

افغانستان همدارنګه له اېران سره د همکاريو يو هيله من کوونکی تياتر دی، آن تر دې چې که لازمه وي وخت يې له هسته يي مذاکراتو سره همغږی شي. د بايډن دولت ژر له اېران سره د خبرو او له هسته يي هوکړې سره د بيا يو ځای کېدو په هڅه کې دی، چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کې ترې ووت. د اېراني هسته يي پوه وروستی ترورو، په زيات احتمال د اسراييل لخوا، کولی شي دا پروګرامونه پيچلي کړي. له دې قتل وروسته تُندلارو د اېران ولسي جرګې يو قانون تصويب کړ چې د بايډن له لوړې وروسته په درې اونيو کې بنديزونه لرې نشي، له متحده ايالاتو سره ديپلوماسي منع کوي؛ خو د امريکا ټاکل شوی ولسمشر اوسمهال د اېران هسته يي پروګرام ته د چټک داخلېدو مخينه لري او دا ادعا کولی شي چې د اېران تندلارو د هغه پر تصميم هېڅ اغېز نه درلود.

بله پېچلې مسله د اېران د ولسمشرۍ ټاکنو ده، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۱ په جون کې تر سره شي. د زيانمن شويو کسانو د نظر جلبولو لپاره (او تر ټاکنو وروسته د احتمالي خبرو ځنډولو او بنديزونو کمولو پورې) د اېران تُندلاري احتمالا له هسته يي هوکړې د امريکا د وتلو له امله د ور اوښتو زيانونو د جبران غوښتونکي دي. له دې سره بايد د بايډن دولت هڅه وکړي چې بدبين اېراني رای ورکوونکي ترغيب کړي چې له متحده ايالاتو سره د جوړجاړي ملاتړ وکړي. ایراني بدبینه رای ورکوونکي دې وهڅوي چې له متحده ایالاتو سره په  تعامل کې ښکېل شي. د بايډن دولت کولی شي له اېران سره د دوه اړخيزو مذاکراتو له پيل مخکې متحده ايالات او نور شرکتونه په چابهار کې پانګونې ته وهڅوي، هغه څه چې افغانستان او هند ملاتړ ترې کوي.

د بايډن دولت همدارنګه کولی شي چې له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې له لارې له اېران سره له ګډو ګټو استفاده وکړي، هغه ګډې ګټې چې د ټرمپ دولت پام ندی ورته کړی او يا يې رد کړې دي؛ آن د دې افراطي ډلې په اړه د اطلاعاتو تبادله هم د واشنګټن او تهران تر منځ د زياتې همغږۍ زمينه برابرولی شي.

هند او پاکستان

متحده ايالات بايد د هند او پاکستان تر منځ پر همکاريو هم غور وکړي. دواړه د افغانستان د صادراتو مهمې موخې دي. د بېلګې په ډول افغانستان په ۲۰۱۸ کې د ۳۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت کالي هند او د ۳۸۰ ميليونه ډالرو پاکستان ته صادر کړي دي. پر اېران د متحده ايالتونو د بنديزونو لرې کول هند او نورو ته د دې اجازه ورکوي چې د چابهار له لارې د صادراتو د پراختيا لپاره د سړکونو او رېل پټليو د اړتيا وړ لارې رامنځته کړي. له افغانستان سره د هند ژورې اړيکې همدارنګه د سولې لپاره په سيمه ييزو هڅو کې د ګډون بستر هواروي.

په همدې حال کې يو منسجم سياست او سيمه ييزه همکاري له متحده ايالتونو سره مرسته کوي، چې له پاکستان سره خپلو اړیکو ته بيا کتنه وکړي. همدا چې امريکا خپل ځواکونه کم، په افغانستان کې خپلې نظامي اډې بند او د اېران له لارې خپلې متحدانو ته لارې خلاصې کړي، د لوجستيکي همکاري لپاره به يې د پاکستاني پوځ اړتيا بيخي راکمه شي. د سيمې له نورو شريکانو، په تېره له چين سره همغږي به، د افغانستان اسلامي جمهوريت او وسله والو طالبانو تر منځ تر د نهايي سياسي هوکړې څخه د پاکستان د حياتي ملاتړ په تامين کې هم مرستندوی وي. د داسې هوکړې د ساتنې لپاره بايد اسلام اباد نور په خپل قلمرو کې طالبانو ته د نظامي او لوجستيکي اسانتياوو له برابرولو ډډه وکړي. داسې رپوټونه دي چې پاکستان له افغانستان، انګلستان او متحده ايالتونو سره پر داسې هوکړې بحث کوي، خو د دې ډېر حساس هوکړه ليک پر عملي کېدو د لازم څار لپاره بايد چين، چې شونې پاکستاني پوځ ته به د منلو وي، دې ډلې ته راوبلل شي.

د سولې د هوکړې بريالي کېدو لپاره د مسکو رضايت او لېوالتيا هم اړينه ده. د ملګرو ملتونو د بنديزونو په سيسټم کې د سمونونو راوستلو او زماني جدول په اړه مذاکراتو د بيا پيل لپاره د چين تر څنګ د روسيې همکاري حياتي ده. د بايډن دولت بايد اېران، پاکستان او هند ته د لاسرسي لپاره له روسيې او چين مرسته واخلي.

په مرکزي اسیا کې د ملګرو ملتونو د دورې یو مرکز؟

متحده ايالتونه به په يوازې ځان د افغانستان لپاره يوې بريالۍ سيمه ييزې ستراتيژي په پلې کولو ونه توانيږي. يوازې ملګري ملتونه د اړينو مذاکراتو د بېلابېلو کچو د همغږي لپاره د بلنې مرجع ده. ملګري ملتونه کولی شي په افغانستان کې د دې سازمان د ځانګړي استازي د واکونو په زياتولو او يا د افغانستان د سولې په ملاتړ د نړيوالې ديپلوماسي لپاره د بېل ځانګړي استازی په ټاکلو په افغانستان کې له اوسمهالي زيات رول ولوبوي.

متحده ايالات همدارنګه کولی شي په مرکزي آسيا کې د ملګرو ملتونو د نوي مرکز له رامنځته کېدو ملاتړ وکړي. اوسمهال ملګرو ملتونو کې د هېوادونو استازولۍ په بانکوک او قاهره کې له لېرې مرکزونو هرکلی نه کیږي.

د روغتيا د نړيوال او د خوړو د نړيوال سازمان په ګډون څو اژانسونه د مرکزي آسیا په ځينو هېوادونو کې نشته. دا درزونه، په تېره د تېر کال په اوږدو کې ښکاره و؛ ځکه چې ټولو ته يې د خدمتونو عرضه کولو کې خنډ رامنځته او د خوراکي توکو بيه يې زياته کړې ده. د کويډـ۱۹ دوامداره پراختيا د سږکال په پسرلي کې د زياتو اختلالاتو رامنځته کېدو سبب کيږي، چې دا هم کولی شي د افغان سولې پروسه او سیمه ييزه همکاري وګواښي.

له ازبکستان څخه، چې مخکې يې د ملګرو ملتونو د دفترونو کوربه توب ته لېوالتيا ښودلې، د داسې مرکز جوړولو غوښتنه کېدی شي. په کابل کې د ملګرو ملتونو پراخ شتون به د خوښي خبر وي: د ازبکستان دولت له ۲۰۱۶ څخه له افغانستان سره ــ د د سوداګرۍ او ترانزيټ د اسانتيا لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د ريلي نښلول کېدو، د يو نړيوال لوجستيکي مرکز او له افغانستان سره پر پوله د يوې ازادې اقتصادي سيمې جوړولو په ګډون ــ لسګونه هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي. جاپان او اروپايي اتحاديه، چې دواړه په مرکزي آسیا مې د خپل نرم ځواک د پراختيا په هڅه کې دي، ښايي دواړه په ازبکستان کې د ملګرو ملتونو د سيمه ييز دفتر د بوديجې ورکړې ته لېوال وي.

رقابت به تل د نړيوال نظم ځانګړنه وي، خو متحده ايالتونه اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې يې انتخابونه وټاکل شي. امريکا په سيمه کې داسې ګټې لري چې له ترورېزم ورهاخوا دي او له پوځ پرته نورې وسيلې هم په واک کې لري. د بايډن دولت دا فرصت لري چې په سيمه ييزه ستراتيژي کې د خپل سياست په ورګډولو، چې د افغانستان له ګاونډيانو سره د ګډو ټکو د پيداکولو په هڅه کې ده، د تېرو دوه لسيزو پر تونلي منظرې غلبه وکړي.