د پکتیا سید کرم ولسوالۍ کې قومي پریکړه؛ د جلۍ ولور څلور لکه افغانۍ ټاکل شوی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه قومي پرېکړه شوې، چې د جلۍ ولور یې څلور لکه افغانۍ ټاکلی.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو او قومي مشرانو ویلي، چې له دې وروسته به د جلۍ ولور له ۴ سوه زره افغانیو پورته نه وي او که له دې پرېکړې کوم کس سرغړونه وکړه، نو قوم ته به ټاکلې ناغه ورکوي.

د یادې ولسوالۍ د قندرخېلو سیمې یو تن قومي مشر ملا طارق وايي، په ټولنه کې د ناسمو دودنو له امله ډېر کله د کورنیو ترمنځ دوستي په دوښمنۍ بدلې شوي، چې د دې د مخنیوي لپاره اوس قومي مشرانو پرېکړه کړې، تر څو په ودونو او نورو مراسمو کې د ناوړه دودونو مخه ونیول شي.

قومي مشران وایي، د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یې دغه پریکړه کړې ده

هغه زیاتوي، چې د شوې پرېکړې له مخې د ودونو او نورو مراسمو کې د زیاتو او بې ځایه مصارفو مخنیوي ترڅنګ د جلۍ ولور هم راښکته شوی دی.

نوموړي وویل: «مونږ پرون پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته به په سیدکرم ولسوالۍ کې د ناوړه دودونو مخه نیول کیږي او که چا سرغړونه وکړه قوم ته به د شرم په ډول ناغه ورکوي.

په دغه پرېکړه کې د زیات مصرف کولو څخه منعه شوې او هم د جلۍ ولور په کې د پخوا په پرتله د پام وړ ۴ سوه زره افغانۍ ټاکل شوی دی.»

په همدې حال کې بیا د سیمې یو بل اوسېدونکي جمال الدین شوې پرېکړه ښه ګام بولي او په عملي کېدو یې ټینګار کوي.

هغه وايي، د زیات ولور او نورو بېځایه مصارفو له امله ځوانان مجبوریږي، چې د پوره کېدو لپاره یې بهر ته په مرګونو لارو د مزدورۍ لپاره لاړ شي.

نوموړی د پکتیا ولایت د نورو سیمو له اوسېدونکو هم غوښتنه کوي، چې په خپلو قومونو کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره قومي پرېکړې وکړي.

په دغه پریکړه لیک د سیدکرم ولسوالۍ ټولو قومي مشرانو او ملکانو لاسلیک کړی چې هیڅوک به ترې سرغړونه نه کوي

هغه وايي: «مونږ له دې پرېکړې هرکلی کوو او غوښتنه مو دا ده، چې یاد تړون ته باید ټول غاړه کېږدي او چاته اجازه ور نه کړي، چې سرغړونه ترې وکړي. زما د پکتیا ولایت له نورو قومونو هم دا غوښتنه ده، چې ورته پرېکړې وکړي او د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره کلکه مبارزه وکړي.»

د یادونې وړ ده، چې په ورته مهال په سیدکرم ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۶۰ کلنه دوښمنۍ چې له امله یې په خپل منځ کې ځینې کسان وژل شوي و، د قومي مشرانو په همکارۍ حل او دواړو غاړو د دوستۍ لاس ورکړ.

د قومي پرېکړو په دوام له دې وړاندې د پکتیا ولایت په زرمت، څمکنیو ، پټان او ځینو نورو ولسوالیو او سیمو کې هم ورته تړونونه شوي، چې تر ډېره عملي او ښه پایله یې ورکړې ده.