انځور: Master Sgt. Michael O'Connor

پنجشیر کې سرچینې: طالبانو د خپلو اسیرانو د خلاصون په موخه په «ارزو دره» برید کړی

اطلاعات روز: په پنجشیر کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالب ځواکونو د دغه ولایت د ارزو پر دره له ځمکې او هوا له لارې برید کړی، څو د «مقاومت جبهې» څخه خپل اسیران ازاد کړي.

د سیمې یوه اوسیدونکي لخوا اطلاعات روز ته په رالیږل شوي غږیز پیغام کې د چورلکو غږونه اوریدل کېږي.

یوه بله سرچینه بیا وایي، چې د پنجشیر په ارزو دره کې د طالبانو چورلکې ځواکونه ځای پر ځای کوي.

د سرچينې په وينا، طالبانو له دې وړاندې د ځمکنيو ځواکونو په لېږلو سره د خپلو بنديانو د خوشې کولو هڅه کړې وه؛ خو پایله یې ور نه کړه.

د «مقاومت جبهه» ادعا کوي چې د طالبانو یوه چورلکه یې په پنجشیر ولایت کې نسکوره کړې ده او د طالبانو د یو قومندان په ګډون یې دوه پیلوټان او دوه د الوتنې انجنیران نیولي دي.

دې جبهې له وړاندې په یوه اعلامه ویلي چې چمتو دي چې د طالبانو نیول شوي اسیران له هغو کسانو سره تبادله کړي چې د طالبانو سره په بند کې دي په دې برخه کې یې د سره صلیب څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.

د مقاومت جبهې ګواښ کړی که طالبان په زور دنیول شویو کسانو د ژغورلو هڅه وکړي نو د دوی ژوند به له خطر سره مخامخ کړي.