اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د دې ولایت د غني خیلو ولسوالۍ بازار کې ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي صدیق الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې یاده پیښه نن سهار (دوشنبه، ۳۰ د غبرګولي) شاوخوا ۹:۳۰ بجې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند «شیرګر بازار» کې رامنځته شوې ده.
نموړی زیاتوي چاودنه کې د غني خیلو ولسوالۍ د روغتون امر ډاکټر شاه محمود هجرت په نښه شوی دی.
د صدیق الله په خبره په یاده چاودنه کې د نوموړی ډاکټر او پنځو طالب سرتیرو په ګډون ۲۸ کسان ټپيان شوي او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه وایي، ټپيان یې د غني خیلو او همداراز د ننګرهار سیمه بیز روغتون ته انتقال کړي چې ډاکترانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.