جلال اباد ښار کې يو کس خپله مېرمن وژلې

 اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې يو تن خپله مېرمن وژلې ده.

 د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، تیره ورځ (دوشنبه، ۳۰ د غبرګولي) د جلال اباد ښار د درېيمې حوزې اړوند «عربانو ګولاي» سيمه کې يو کس خپله مېرمن د نامعلومو دلایلو پر اساس وژلې ده.

 هغه زياته کړه، د ميرويس په نوم دغه شخص خپله مېرمن په خپل کور کې وژلې چې وروسته طالب امنيتي مسوولين پر وخت خبر شوي او قاتل يې نيولی دی.

 نوموړی وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې ياده مېرمن په کوم علت د خپل خاوند له لوري وژل شوې خو وايي، نيول شوی شخص په امنيې قوماندانۍ کې تر پوښتنو ګروېګنو لاندې دی.

ډیر کله دا ډول پېښې د فقر، بې روزګارۍ، د زده کړو د کچې کمواالی، کورنی تاوتریخوالی او نور ناموسي مسايلو له امله رامنځته کیږي، چې ډیری قربانیان یې میرمنې وي.