اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ناپیژانده وسله والو د یوې خصوصي لېسې مدیر په ډزو وژلی دی.
د نوموړي د کورنۍ یو غړي عرفان الله ستانکزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره شپه (دوشنبه، ۳۰ د غبرګولي) ناپيژانده وسله والو د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند«سیاف فامیلو» سیمه کې قاري رحمت الله فضل الحق صاعق له کوره ویستلی او بیا یې کور ته څیرمه په ډزو وژلی دی.
هغه وایي، دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهیږي چې نوموړی په کوم دلیل وژل شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې رحمت الله صاعق اوسمهال د رحمت خلیق په نامه د یوې خصوصي لېسې مدیر و.
ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو هدفي وژنې زیاتې شوې چې عام خلک یې سخت اندیښمن کړي دي.
