پکتیکا کې سختې زلزلې له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجه سختې زلزلې د هیواد ځینې ولایتونه لړزولي او د لومړنیو معلوماتو له مخې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات اړولي دي.

ځايي خلک وايي، د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزلې مکمل یو کلی له منځه وړی چې له ۱۰۰ ډېر مړه او ټپیان شوي دي.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تر اوسه د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ ملکي روغتون ته ۳۵ جسدونه او له ۶۰ ډېر ټپیان ور وړل شوي دي.

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو هم ګیان ولسوالۍ کې رامنځته شوي تلفات لوړ بللي دي.

د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور رییس ویلي، چې د ارګون ملکي روغتون ته تر ۲۰ د مړو شویو کسانو جسدونه انتقال شوي دي.

بېګانۍ زلزلې د پکتیکا سربېره په خوست کې د سپېرې ولسوالۍ اړوند «ډنډکي» کلي کې هم خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات اړولي خو تر اوسه پوره جزیات نه دي ورکړل شوي.

د ځمکې پېژندې ادارې د مالوماتو له مخې چې د کابل په ګډون په خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، غزني او لوګر ولایتونو کې ۶.۱ درجې زلزلې دغه ولایتونه لړزولي دي.