طالبانو د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

اطلاعات روز: د طالبانو سرپرست حکومت د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې د طالبانو لومړي وزير ملا حسن اخند خپلو اړونده مسوولو ادارو ته امر کړی چې زلزله ځپلو سره عاجلې مرستې وکړي.

هغه زلزله ځپلو سیمو ته یو پلاوی هم لیږلی دی.

د سه شنبې په شپه یوې زورورې زلزلې چې قدرت یې د ریختر په کچه ۵.۹ درجې و د هیواد جنوب ختیځ زون یو شمېر ولایتونه ولړزول چې په پکتیکا او خوست کې یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو سرپرست حکومت  پیښو ته د رسیدګي وزارت د معلوماتو پر اساس په دواړو ولایتونو کې ۹۲۰ کسان مړه شوي او ۶۱۰ نور ټپیان دي.

په پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وايي چې یوازې په دغه ولایت کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان دي.  دغه خونړۍ پېښه په افغانستان کې بې سارې بلل کېږي.