یونیسف په ارزګان کې پر ۶ زره زده کوونکو د قرطاسیې ویش پېل کړ

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د يونيسف موسېسې لخوا د ښوونځیو پر ۶۰۰۰ زده کوونکو د قرطاسیې ویش پېل شو.

په دغه ولايت کې د يونيسف موسېسې تخنیکي همکار نجيب الله لطيف ددغو مرستو د ويش پرمهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په لومړي پړاو کې به په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د لومړي ټولګیو ۶ زره زده کوونکو ته قرطاسيه ورکړي.

هغه وايي پلان لري چې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې له اول ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې نوي چاپ شوي کتابونه هم ورسوي.

د نموړي په خبره، دوی هڅه کوي چې په لېرې او نږدې سيمو کې ماشومانو ته د زده کړي زمينه برابره کړي.

په ورته وخت کې د يادو مرستو دويش پرمهال د ارزګان ولايت د طالبانو د پوهني ریاست مرستيال مولوي مرحبا وايي، لاهم په ښوونځيو کې زده کوونکي قرطاسيې ته اړتيا لري او غوښتنه کوي چې نورې دغه ډول مرستې دې هم ورسره وشي.

هغه وايي د پخوا په پرتله ښوونځیو کې د زده کړو کچه ښه شوې خو لاهم په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو له کمي سره مخ دي او غوښتنه کوي چې په دي برخه کې دې يونيسف ورسره مرسته وکړي.

هغه زده کوونکي چې د يونيسف لخوا ورته تدريسي توکي ويشل شوي خوشاله دي او زياتوي چې تردې مخکې يې د تدريسي توکو د نه شتون له امله زده کړې بې خونده وې.

په دې اړه یو زده کوونکي داسې وویل: «موږ قلم او کتابچې نه درلودې ښوونکي به راته ولاړ وو خو هغه امکانات چې اړتيايې وه هغه نه و اوس به موږ ښې زده کړې وکړو.»

دا په داسي حال کې ده چې تردي مخکې بیا د ښوونځيو زده کوونکو د تدريسي توکو قرطاسيې،کتابونو او مسلکي ښوونکو غوښتنې کړې وې او مسوولينو ژمنې کړې وې چې د زده کوونکو شته ستونزې به حل کړي.