اطلاعات روز: د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالب ځواکونو د پاڅون کوونکو د یوه پخواني قومندان محمد مرادي پر کور برید کړی او هغه یې د خپلو دوه لوڼو سره وژلی دی.
یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا برید نن سهار (یکشنبه، ۵ د چنګاښ) شاوخوا دوه بجې د لعل سرجنګل ولسوالۍ په «دهن چهارآسیاب» سیمه کې شوی دی.
په برید کې د ولسي پاڅون کوونکي قومندان زوی هم ټپي شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د محمد مرادي پر کور د طالبانو له بريد وروسته د دواړو لورو تر منځ جګړه پيل شوه، چې تر سهاره يې دوام درلود.
سرچينه وايي چې محمد مرادي د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ولسي پاڅون له جګپوړو قومندانانو څخه و. د سرچينې په وينا، وروسته له هغه چې طالبانو یاده ولسوالۍ تر ولکې لاندې راوسته مرادي له سیمې وتښتید او طالبانو ته تسليم نه شو.
سرچينه زياتوي، چې د ولسي پاڅون قومندان بالاخره د طالبانو له يوه ناراضه قومندان مولوي مهدي مجاهد سره يوځاى شو او په دې وروستيو کې کور ته راستون شوی و.
د غور سیمه ییزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.