ملابرادر: د زلزلې له امله ویجاړ شوي کورونه بیرته رغوو

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند پکتیکا ته د سفر پر مهال له زلزله ځپلو کورنیو سره ژمنه کړې، چې د حکومت او نړیوالو خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ به په ګیان، زیړوک، برمل او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د ویجاړ شویو کورونو د رغولو هڅې وکړي.

د هغه په خبره چې اوس مهال د پکتیکا ولایت ګیان او برمل ولسوالیو ته هم غځېدلې لاره په خورا بد وضعیت کې ده، چې د رغونې لپاره به یې حکومت ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل: «مونږ ستاسو د سیمې مشکلات درکوو، چې کورونه مو نړیدلي او اوس په بې سرپناه ځای کې ژوند کوئ، خو مونږ د حکومت له اړخه دا ژمنه کوو چې د نړیدلو کورونو د بیا رغونې لپاره به پوره هڅه وکړو او تر څنګ یې مونږ ستاسو ستونزې له نورو نړیوالو بنسټونو سره هم شریکې کړي او د هغوی له خوا هم راته ډاډ راکول شوی دی.»

برادر همدا راز د سیمې له قومي مشرانو سره په ناسته کې ډاډ څرګند کړ، چې د داخلي او نړیوالو خیریه بنسټونو له لوري شوې مرستې به په عادلانه ډول د زلزلې قربانیانو ته ووېشل شي.

په همدې حال کې بیا یونیسف په ګیان، برمل او سپېرې ولسوالۍ کې پاکو اوبو ته د زلزله ځپلو خلکو نه لاسرسی د اندېښنې وړ بللی دی.

د دغې ادارې مسوولینو ویلي، که د ځايي خلکو د پاکو اوبو ستونزه هواره نه شي، نو خلک به په ګڼو ناروغیو اخته شي.

د ملابرادر لپاره په جوړه شوې غونډه کې د ګیان او برمل ولسوالیو اوسېدونکو نیوکه وکړه، چې لا هم د زلزلې ځپلو سیمو خلکو ته مرستې نه دي وېشل شوي او د قومي مشرانو په وینا چې په برمل او ګیان کې د لېرې پرتو سیمو خلک چې زلزلې بې سرپناه کړي له بشري مرستو بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ګڼو داخلي او نړیوالو خیریه بنسټونو سربېره تېره ورځ له امریکا هم ۵۵ میلیونه امریکايي ډالره د زلزلې قربانیانو ته د ورکړې ژمنه کړې ده.