ننګرهار کې د ځمکې پر سر نښته کې یوه میرمن مړه او درې تنه نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځي نښته کې یوه میرمن وژل شوې او درې کسان نور ټپیان شوي دي.

 د سیمې یو اوسیدونکي عزیز شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن (پنجشنبه، ۹د چنګاښ)  ماسپښین شاوخوا دوه بجې د غني خیلو ولسوالۍ په «ګلاهي زاخیلو» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځي وسله واله نښته کې د یوې کورنۍ یوه میرمن وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي، پیښه د ځمکې پر سر د جنجال له کبله شوې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

ځایي طالب چارواکو یاده پېښه تائید کړی او ویلي دي سیمې ته یې په وخت امنیتي سرتیري رسیدلي او د دواړو کورنیو غړي نیول شوي دي. ننګرهار کې په دې وروستیو د کورنیو ترمنځ دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې اقتصادي ستونزې او په لویه کچه د خلکو بې روزګاري په ګوته شوې ده.