اطلاعات روز: کندهار کې ځایي طالب چارواکي وایي، د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوه ماین چاودنو له امله یو کس سره د لسو پسونو ژوند بایللی دی.
د ارغنداب ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال ملا آدم وایي، تېره شپه د دغې ولسوالۍ د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پر یوه کس پخواني ناچاوده توکي چاودلي دي.
ده وويل، د دغو پخوانيو ناچاودو توکو د چاودنې له امله يو کس سره د لسو پسونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاتوي: «په لومړۍ چاودنې کې لس پسونه وژل شوي او همدارنګه کله چې زموږ امنيتي کسانو سيمه کلابنده کړې وروسته دوهمه چاودنه رامنځته شوي، يوازي يو کس او لس پسونه مړه شوي، نور په کلي او محل کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.»
دی له عام وګړو څخه غوښتنه کوي څو په مشکوکو شيانو لاس و نه وهي او د ليدو پر مهال يې امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو په بېلا بېلو سيمو کې دې ته ورته چاودنې رامنځته شوي او پر مهال يې ګڼ شمېر کسان مړه او معيوب کړي دي.