پاکستان کې بند پاتې افغانان کولای شي تر اختره پورې د تورخم له لارې هیواد ته راستانه شي

اطلاعات روز: تورخم کې طالب چارواکي وایي، د تورخم دروازه به تر لوی اختره پورې د ټولو هغو افغانانو پر مخ خلاصه وي، چې غواړي په پیژندپاڼه له پاکستان څخه هیواد ته راستانه شي.

د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار مفتي سید غازي الله هاشمي نن(سې شنبه، ۱۴د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له پاکستاني چارواکو سره یې له اوږدو ناندریو وروسته یاد هیواد کې د بند پاتې افغانانو ستونزه حل کړې او اوس هغه افغان مسافر چې پاکستان کې بند پاتې دي هېواد ته راستنېدلی شي.

هاشمي زیاتوي:«له پاکستاني لوري سره مو تورخم کې د مسافرو د شته ستونزو په اړه خبرې کړي او دې پایلې ته رسیدلي یو، چې پاکستان کې بند پاتې افغانان چې غواړي هیواد ته راستانه شي نو اوس کولای شي د تذکرو په وسیله خپل هیواد ته راشي او له دې وړاندې د پاکستاني حکومت له لوري په تذکرو افغان مسافرو ته اجازه نه ورکول کیده؛ چې د تورخم له لارې هیواد ته راستانه شي،نو اوس هغه افغانان چې پاکستان کې بند پاتې دي تر لوی اختر ورځې پورې کولای شي په تذکرو هیواد ته راستانه شي.»

خو هغه مسافر چې له تورخم دروازې تازه هيواد ته راستانه شوي د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي او د طالبانو له حکومت غواړي، چې د خبرو اترو له لارې دې، افغان مسافرو ته اسانتياوې برابرې کړي.

سید رحیم چې تازه له تورخم دروازې هيواد ته راستون شوی وایي، چې پاکستاني پولیس د تګ او راتګ پرمهال افغان مسافر ته ستونزې جوړوي او دې ته يې مجبوروي چې پيسې ورکړي.

سید رحیم زیاتوي:«له څو اوونیو راهیسې پاکستان کې بند پاتې وم او ناروغ مې هلته د درملنې لپاره بیولی و، پاکستاني پولیس افغانان ډیر زیات په یوه او بل نوم په عذابوي او مجبوروي یې چې پېسې ورکړي؛ نو اوس چې افغانانو ته په تذکره د راتګ اجازه ورکړل شوه دا ډیر ښه کار وشو، ځکه هلته ډیر افغانان پاتې دي.»

په همدې حال کې پاکستان ته تلوونکې ناروغان او پیوازان هم د تورخم له لارې د تګ پرمهال له سختو ستونزو سره مخ وي.

نورالله چې پلار یې ناروغ دی او غواړي د تورخم له لارې یې پاکستان ته د درملنې په موخه انتقال کړي وایي، نه یوازې تورخم کې له ستونزو سره مخ وي بلکې په میاشتو میاشتو هم نه توانیږي چې د پاکستان ویزې واخلي.

نوموړی د طالبانو له حکومت پاکستان ته د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

له څه مودې را په دې خوا پاکستاني چارواکو هغو افغانانو ته په تذکرو د راوښتلو اجازه نه ورکوله چې د بېلا بېلو اړتیاوو له مخې کوزې پښتونخوا او د پاکستان نورو ښارونو ته تللي وو.