اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې يوې بلې ۱۹ کلنې نجلۍ د زهرو په واسطه ځان وژنه کړې ده.
دهراوود کې يوې ځایي سرچيني اطلاعات روز ته وویل، چې پيښه نن (چهارشنبه، ۱۵ د چنګاښ) سهار لس بجې د دهراوود ولسوالۍ په «دهزک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، یادې نجلۍ هغه مهال ځان وژنه کړې کله چې یې کورنۍ د یوې ملګرې واده ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.
د سرچینې په وینا، دغې ۱۹ کلنې جلې د زهرو د خوراک له امله ژوند ته د پای ټکی ایښی.
موږ هڅه وکړه چې د يادې موضوع په اړه د طالبانو د مسوولينو نظر هم ولرو خو د زیاتو هڅو سره، سره بریالي نشولو.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې هم په دغه سيمه کې يوې بلې نجلۍ د خپلې خوښې هلک ته په نه ورکړې ځان وژنه کړې وه.