د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې طبیعي ځنګلونه په بې رحمانه ډول پرې کېږي

اطلاعات روز: د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، یوې مافیايي کړۍ یې په سیمه کې د طبیعي ځنګلونو بې رحمانه پرې کولو ته دوام ورکړی دی.

د دوی په ونیا چې له تېرو څو اونیو راهیسې یې په غرونو کې یوه ډله خلک شنې ونې پرې کوي، چې د مخنیوي لپاره یې د طالبانو امنیتي مسوولینو لاهم اقدام نه دی کړی.

د دغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی نورمحمد وایي، چې له څو اونیو راهیسې په قاسم خېلو سیمه کې یوې ډلې زوراکو په غرونو کې د شنو ونو د پرې کولو لپاره مټې رابډوهلي او په لسګونه ونې یې پرې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د مخنیوي لپاره یې د طالبانو ځیني مسوولین راغلي و، خو د طالبانو تګ سره یادو کسانو بیا په دغه کار  لاس پورې کړی دی.

د ازرې ولسوالۍ یو بل ځايي اوسېدونکي بلال هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او وېویل، که د دغه کار پر وخت مخه و نه نیول شي، نو د ازرې غرونه به له طبعي ځنګلونو پاک او پاکستان ته به په قاچاقي ډول یوړل شي.

بلال داسې وویل: «دا د سختې اندېښنې وړ خبره ده، چې یو څوک راځي او غرونو ته خېږي هلته په ډېرې سپین سترګۍ او زور واکۍ د دنګو طبعي ځنګلونو په پرې کولو لاس پورې کوي، مونږ دا منو چې طالبان یې د مخنیوي لپاره راغلي و، خو هغوی هم د یو نمایش په ډول د دغو کسانو مخه ونیوله خو وروسته بیا یې په دې کار لاس پورې کړی دی.»

په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ په ریاست کې د طبعي منابعو د برخې مسوولینو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې هغه کسان یې نیولي کوم چې په ۹ بار وړونکو موټرو کې یې د طبعي ونو لرګي د خرڅلاو په موخه بار کړي و.

د لوګر ولایت اوسېدونکي د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې د دغه ولایت په غرونو کې د طبعي ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو د مخنیوي لپاره ځانګړې قطعه رامنځته کړي.