اطلاعات روز: خوست کې روغتیایي مسوولین وایي، د دې ولایت د مرکز اړوند د یو ویډز موټر د چپه کېدو له امله دوه ځوانان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولایت روغتیایي مسوولین وایي، یاده پیښه تېره ورځ (سېشنبه، ۲۱ د چنګاښ) د خوست ملکي روغتون ته څیرمه د یو ویډز موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوي چې د پېښې قربانیان د خوست ولایت د متون چغې کلي اوسېدونکي دي.
د رامنځته شوې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
د لوی اختر په ورځو کې د هیواد د نورو ولایتونو سربېره په خوست، پکتیا او پکتیکا کې تر اوسه لسګونه ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې ډیری خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.