خوست کې د پوهنتون یو استاد په مرموز ډول وژل شوی

اطلاعات روز: خوست کې ځايي سرچینې وايي، په دې ولایت کې د پوهنتون یو استاد د ناپیژانده کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی.

د سرچینې په حواله د څارنوال ممتاز شیرزي په نوم دغه کس څو ورځې وړاندې له خپل کوره نادرکه شوی و، چې تېره ورځ (شنبه، ۲۵ د چنګاښ) یې جسد په تڼیو ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

ممتاز شیرزی د مرکز اړوند درکوټي کلي اوسېدونکی و، د هغه خپلوان وايي، ممتاز له کوم چا سره شخصي دوښمني نه درلوده او د کورنۍ یوازینی سرپرست و.

په خوست کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه د یاد  استاد د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دغه ولایت کې په مرموز ډول د وژنو او نورو هدفي بریدونو دوام خلک اندېښمن کړي او له اړونده امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه واخلي.