پوهنتون؛ د ارزګانیانو لویه هېله

اطلاعات روز: ارزګان کې د تېرو دوو لسیزو راهیسې هیڅ پوهنتون نه دی جوړ شوی؛ ډیری ځوانان یې نالوستي او تعلیم نه لري اوس د دغه ځای د خلکو لویه هېله په دې ولایت کې د پوهنتون جوړیدل دي.

که څه هم په دغه ولايت کې د جمهوري نظام په ورستيو کلونو کې يو شمير ځوانانو زده کړې کړي خو لاهم زیات ځوانان نالوستي دي.

د ارزګان اوسيدونکي وايي تراوسه په دغه ولايت کې هيڅ د لوړو زده کړو پوهنتون شتون نه لري او ډير شمير ځوانان د زده کړو ترسره کيدو لپاره اړ کيږي چې ګاونډيو ولايتونو ته ولاړ شي.

په دغه ولايت کې اوس مهال په دولتي برخه کې يوه د لوړه زده کړو موسېسه چې د کندهار پوهنتون پورې تړلې فعاليت کوي او ترڅنګ يې يو د نيمه عالي زده کړو انسيتيوت او يو درالمعلمين او يو خصوصي د روغتيايي علومو انسيتيوت شتون لري.

هغه کسان چې غواړي لوړې زده کړي ترسره کړي وايي چې اړ دي د ارزګان ګاونډيو ولايتونو ته د زده کړو ترسره کيدو لپاره ولاړ شي چې ډير شمير کسان بیا د اقتصادي ستونزو له امله زده کړې پریږدي.

محمدولي يو له دغو ځوانانو څخه دی نموړي درې کاله د ننګرهار يوهنتون د ژورناليزم په برخه کې لوړې زده کړې کړي  او وروستی کال یې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون ته شا کړې ده.

نوموړی وايي په ارزګان ولايت کې د لوړو زده کړو ترسره کيدو هیڅ کوم مرکز نشته او هغه کسان چې ګاونډيو ولايتونو ته ځي اړ کيږي چې په ډيرو ستونزو سره زده کړې ترسره کړي.

نوموړی وايي په تيرو شلو کلونو کې په ارزګان کې نه خصوصي او نه هم کوم دولتي پوهنتون جوړ شوی چې ځوانان پکې زده کړې وکړي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه  هېله کوي چې په دغه ولايت کې د لوړ زده کړو يو دولتي پوهنتون جوړ کړي او ترڅنګ يې له ملي تجارانو څخه هم د خصوصي پوهنتونونو د جوړيدو غوښتنه کوي.

نوموړي وويل:«ما درې کال د ننګرهار پوهنتون د ژوناليزم په برخه کې زده کړې وکړې خو ستونزه داوه چې پیسې نه وې اقتصادي ستونزې مې درلودې دغه زده کړې راڅخه پاته شوې که په ارزګان کې پوهنتون موجود وی ما به هم خپلي کورنۍ لپاره مزدوري کوله او هم به مې زده کړې کولې باید دولت يو دولتي پوهنتون جوړ کړي او د ملي تجارانو څخه غوښتنه کوو چې دلته دې خصوصي پوهنتونونه جوړ کړي.»

د ارزګان خلک د طالبانو او ملي تجارانو څخه غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې پوهنتون جوړ کړي

په ارزګان کې دا مهال يوه د لوړو زده کړو موسېسه موجوده ده چې دتعليم او تربيې، کمپيوټر ساينس او کرنې پوهنځي لري.

د لوړو زده کړو دغه موسېسه د کندهار ولايت د دولتي پوهنتون پورې تړلې ده.

د يادې موسېسې ریيس پوهنيار اسدالله نور وايي، لس کاله کېږي چې د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسه په دې ولايت کې فعاليت کوي او تراوسه يې په لسګونه ځوانان د ليسانس ترکچې رسولي دي.

نوموړی وايي د ارزګان د لوړو زده کړو موسېسې د پخوا په پرتله زيات پرمختګ کړی او د کمو شرايطو پوره کيدو وروسته هېله لري چې د طالبانو د حکومت لخوا څخه په یوه خپلواک پوهنتون بدل شي.

د اسدالله نور په خبره، دغه موسېسه د نورو پوهنتونونو په څېر محصلينو ته زده کړې ور کوي خو زياتوي چې څانګې یې کمې دي نو ځکه ډيری ځوانان نورو ولایتونو کې لوړې زده کړې ترسره کوي.

نوموړي اطلاعات روز ته وويل: «رښتيا هم په ارزګان کې تراوسه خصوصي پوهنتنون نشته لاملونه يې ډير دي خو اوس باید شتمن خلک دلته پوهنتون جوړ کړي ارزګان د لوړو زده کړو موسېسه چې دامهال د کندهار پوهنتون يوه څانګه ده تراوسه پورې لس کلن دی موږ به ډير ژر دغه د لوړه زده کړو موسېسه يو خپلواک پوهنتون اعلان کړو.»

ورته مهال هغه کسان چې د ارزګان د لوړ زده کړو موسېسه کې زده کړې کوي زياتوي چې له مجبورۍ څخه اړه شوي چې د خپلو خوښو رشتو څخه خلاف زده کړې ترسره کړي.

نقيب الله چې څو کاله مخکې د کندهار د حقوقو پوهنځي ته بريالی شوی و زياتوي چې دغه پوهنځی يې د خوښي هغه و خو د کورنۍ مسووليتونو له امله نه دی توانيدلی چې کندهار ته ولاړ شي او زده کړې وکړي.

نوموړی وايي تر يوه کال وروسته يې بیا د کانکور ازموينه ورکړې او خوښې خلاف د تعليم او تربيې پوهنځي ته کامياب شوی دی.

هغه وايي که په ارزګان ولايت کې خصوصي پوهنتون موجود وی نو د پیسو په بدل کې به يې دغه پوهنځی لوستی و.

دی زیاتوي دده په څېر ډير لوستي ځوانان له ورته ستونزو سره مخ دي او باید دولت او ملي تجاران دغې برخې ته خاصه پاملرنه وکړي.

نوموړي وويل:«زه په کندهار کې حقوقو ته کامياب شوم خو په کور کې مې هيڅوک نه درلودل بیرته اړ شوم چې په کندهار کې دغه پوهنځی پريږدم دوهم کال مې بیا امتحان ورکړ دوهم ځل بیا په ارزګان کې تعليم او تربیې ته کامياب شوم اوس د مجبورۍ څخه دغه پوهنځي کې زده کړې کوم.»

اطلاعات روز دغه ستونزې په ارزګان ولايت کې د طالبانو له مسوولينو سره شرېکې کړې.

په ارزګان ولايت کې د طالبانو اطلاعات او فرهنګ رياست چارواکي هم زياتوي چې دوی کوښښ کوي د ارزګان لوړو زده کړو موسېسه په پوهنتون بدله کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس ملامحمداصف هم له ملي تجارانو غوښتنه وکړه چې په ارزګان ولايت کې خصوصي پوهنتونونه جوړ کړي او د دوی حکومت به یې بشپړ ملاتړ وکړي.

هغه وايي:«موږ خپله د خصوصي پانګوالو سره همکار یو او غوښتنه ورڅخه کوو چې راشي او دلته چې اوس د پانګونې زمينه برابره ده پانګونه وکړي.»

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته د ارزګان ترڅنګ په ګڼو ولايتونو کې ځوانان ځکه د لوړ زده کړو څخه پر شا شول چې د طالبانو د حکومت لخوا څخه ليسانس او د لوړو زده کړو لرونکو ځوانانو ته پاملرنه کمه شوې.

د طالبانو سرپرست حکومت هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي چې په مدرسه کې یې زده کړې ترسره کړي وي. هغه کسانو چې مدرسه کې وړوکې دوره کړې وي د طالبانو لخوا ورته د څوارلسم پاس سند ورکول کېږي او هغه کسانو چې مدرسه کې لویه دوره کړي وي د لیسانس سند ترلاسه کوي.