د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې زلزلې یو ځل بیا لسګونه کورونه ویجاړ کړي

اطلاعات روز: د هیواد سویل ختیځ ولایتونه پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر یو ځل بیا شدیدې زلزلې لړزولي دي.

په پکتیکا ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې نن (دوشنبه، ۲۷ د چنګاښ) مازدیګر مهال د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله لسګونه کورونه نړېدلې دي.

د سرچینې په حواله چې اوس مهال له سیمې ځینې ټپیان هم په پیکپ موټرو کې روغتیايي مرکزونو ته استول شوي، خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.

پکتیکا کې ځایي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د جیولوژیکي سروی ادارې د افغانستان په جنوب ختیځ او شمال ختیځ  ولایتونو کې د زلزلو خبر ورکړی.

د دغه مرکز په وینا، نن (دوشنبه، ۲۷ د چنګاښ) شاوخوا ۴:۰۰ بجې د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزلې د خوست ولایت ولړزاوه.

په ورته وخت کې دغه مرکز د هېواد په شمال ختیځ بدخشان کې د ریښتر په کچه د ۴.۳ درجې زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه په بدخشان کې د شوې زلزلې له امله د احتمالي زیانونو او ځاني تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د زلزلې له امله په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ګڼو مالي زیانونو سربېره سلګونه کسان مړه او ټپیان شول، چې دغه تلفات د پکتیکا په ګیان، برمل او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې اوښتي و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه