ارزګان کې طالبانو ځایي خبریال شمس الله شمس خوشی کړی

اطلاعات روز: افغانستان کې د خپلواکو خبريالانو ټولنه وايي د دوی د ولايتي استازو او سيمه ييزو خبريالانو تر هلو ځلو وروسته طالبانو زنداني خبريال شمس الله شمس خوشې کړی دی.

د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنې په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې طالبانو شمس الله شمس څو ورځې وړاندې د يو جنايي جرم په تور نيولی و، چې تيره ورځ (سې‌شنبه، ۲۸ د چنګاښ) یې خوشی کړی دی.

دغه ټولنه زیاتوي، چې طالبانو د افغانستان په هرات او کاپیسا ولايتونو کې د خالد قادري، ميرزا حسني او عبدالحنان محمدي په نومونو خبريالان زنداني کړي او غوښتنه کوي چې یاد خبریالان دې هم ازاد شي.

ورته مهال ارزګان کې سيمه ييزو سرچينو اطلاعات روز ته تاييد کړې چې د شمس الله شمس په نوم ځایي خبريال د طالبانو تر اته ورځنې بند وروسته خوشې شوی دی.

سرچينه وايي چې طالبانو یاد سیمه ییز خبریال د يوه جنايي جرم په تور نيولی و خو کوم جرم پرې ثابت نه شو ځکه ازاد شو.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته دوی په بېلابېلو ولايتونو کې خبريالان په يوه او بل نومونو زنداني کړي دي.