پکتیا کې د طالبانو همفکره مشران: امریکا دې اوسنی نظام په رسمیت وپېژني

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې د طالبانو ځینو همفکره قومي مشرانو په یوې راټولېدنه کې له امریکا او نړېوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې له ځنډ پرته دې د طالبانو اوسنی نظام په رسمیت وپېژني.

د دوی په وینا اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره ټول شرطونه پوره کړي، خو د امریکا د مخالفت له امله نورو اسلامي هیوادونو  هم دې کار ته غاړه نه ده اېښې، دغه مشران په داسې حال کې د رسمیت پېژندلو لپاره د ټولو شرطونو د پوره کولو یادونه کوي، چې تر اوسه هیواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه لا نه ده ورکړل شوې، کوم چې نړیوال هیوادونه یې د رسمیت پېژندلو لپاره مهم شرط یادوي.

قومي مشرانو همدا راز په یاده غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي او دا  په هیواد کې د شته اقتصادي بحران د راکمولو او خلکو ته د کاري زمینې د برابرولو لپاره مهم بولي.

دوی وايي، یاده شتمني د طالبانو نه بلکې دا د مظلومو افغانانو حق دی او له ځنډ پرته باید په واک کې ورکړل شي.

د پکتیا ځینو قومي مخورو په دغه غونډه کې د طالبانو له مشر ملا هیبت الله اخندزاده ملاتړ هم اعلان کړی دی.

یاد قومي مشران په داسې حال کې د طالبانو له حکومت او د دوی له اوسنۍ پالیسي ملاتړ اعلانوي، چې اوس مهال هیواد کې اقتصادي بحران مخ په ډېرېدو دی.

ځینې خلک بیا دا ډول غونډې نمایشي او د طالبانو په غوښتنه یادوي، د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز یو تن اوسېدونکی باز محمد وویل، د پکتیا هغو مشرانو چې له اوسني نظام یې د ملاتړ په غونډه کې ګډون کړی له دې وړاندې به یې د پیسو  په بدل کې د تېر نظام په ملاتړ غونډې جوړولې.