جلال اباد ښار کې زرګران له خپل کاروبار راضي نه دي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې زرګران شکایت کوي، چې کاروبار یې د تېر په پرتله ټکنی شوی او اوس د سره زرو د بازار پخوانی جم او جوش نشته. 

د دوی په خبره اوس خلک د غربت له امله د سرو زرو د پيرلو پر ځای پر دوی زر پلوري چې په دې کې د دوی ګټه وټه په نشت حساب ده.

د جلال اباد ښار یو تن زرګر حمید الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د وروستي سياسي بدلون را وروسته د خلکو د بې روزګاره کیدو له امله د دوی کاروبار هم په ټپه دريدلی دی.

حمیدالله زیاته کړه:« جلال اباد ښار کې د سرو زرو کاروبار په اوسني وخت کې ډير خراب شوی دی پېر او پلور د خلکو اقتصادي وضعه پورې تړلی دی ، د خلکو معاشات بند دي ځيني بې وظیفي شوي دي ، دې سره تقریبآ اویا فیصده زموږ کاروبار خراب شوی آن سقوط سره مخ دی، فروشات زیات نلرو، زاړه زر بازار ته ډير راځي ، تقریبآ زیات خلک غریب شوي دي ، د غریبۍ له وجې خلک زر راوړي، داسې شیان راځي چې نوي نوي دی خلک يې د مجبوریت له وجې خرڅوي.»

بل لور ته ځینې زرګران مارکيټ ته د يو شميرغير مسلکي کسانو د راتګ له کبله په خلکو د کم وزنه، بې کيفيته او جعلي سرو زرو د پلور خبره هم کوي، چې د دوی پر کاروبار او باور يې منفي اغېزه کړې ده.

د محمد یوسف په نامه یو زرګر له اطلاعات روز روځپاڼې سره په خبرو کې له حکومته او د زرګرانو د اتحاديې له مسوولينو غواړي چې ددې چارې مخه دې ونيسي.

جلال اباد ښار کې ځینې زرګران وایي، مارګیټ ته داسې کسان راغلي چې په خلکو بې کیفیته، کم وزنه او جعلی سره زر پلوري

محمد یوسف زیاته کړه:« په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار په مختلفو برخو او زرګرۍ مارکیټ کې هغه دوکاندارن چې بې کیفیته سره زر خرڅوي يا بې کيفیته سره زر ورکوي ، یا مثال داسې سره زر خرڅوي چې اصل نه وي او دویم نمبر وي هغه کوم دوکانداران چې دغسې دو نمبر کار کوي یا بې کيفیته سره زر خرڅوي ، باید مجازات شي، ځکه د ټولو زرګرانو باور یې خراب کړی او زیان یې رسولی دی.»

اخوا د جلال اباد ښار د زرګرانو د اتحادې رییس حاجی ممتاز مومند د زرګرانو په نامه د غیر مسلکي کسانو شتون او د بې کیفیته سرو زرو د پیر او پلور ستونزه مني او پروړاندې یې د لازمو اقداماتو د ترسره کیدو یادونه کوي.

د نوموړي دمعلوماتو له مخې د ننګرهار په ولسوالیو او ښار کې ټولټال ۵۰۰ دزرګرۍ هټۍ شتون لري، چې لوی او واړه کاروبارونه لري، زرګران امنیتي ستونزې، دبرښنا او د عصري وسایلو نشتون او د یو شمیر نورو هغو ستونزو یادونه کوي چې له حکومته يې د حل غوښتنه کوي.

 حاجي ممتاز مومند زیاتوي:«په هر جامعه او ټولنه کې ګډوډ کارونه کېږي دې نه انکار نه کوو، خو موږ اتیا نوي سلنه د دې مخه نیولي ده په اینده کې د نوې اتحاديي سره موږ داسې برنامې لرو، چې د جوړولو او خرڅولو ولا سره ناسته کوو او له دوی نظر اخلو چې دوی په کوم رقم رضا کیږي.»

بل لور ته د طالبانو د عدلې وزارت هم په بازار کې د سرو زرو په برخه کې د جعل او تزویر ستونزه مني.

د یاد وزارت د انسجام ریاست ریيس احسان الله وثیق وایي، د یادې ستونزې د مخنيوي په موخه په نږدې راتلونکي کې د يوې نوې طرحې له مخي زرګرانو ته د حقوقي جوازونو د ويش خبره کوي.

وثيق زیاتوي:« له نن نه درې میاشتې مخکې ما وزیرانو شورا ته خپله طرحه لیږلي، ان شا‌‌ءالله امید لرم چې عدليې وزارت له دې نه پس چې دا طرحه منظور شي دوی ته حقوقي جوازونه ورکوي، کله چې حقوقي جوازونه ورکړل شول د دوی د هر ډول جال او تزویر مخه نیول کیږي.»

د تير په پرتله بازار کې د سره زرو په قيمت کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی، دجلال اباد ښار دزرګرانو د معلوماتو له مخې اوس مهال په بازارکې ديوې تولې خالصو سرو زرو بېه ۵۰ زره افغانۍ ده.