اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین ادعا کوي چې په دې ولایت کې یې د داعش وسله والو یو مشهور قومندان سره د دوو نورو ملګرو وژلی دی.
د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې امنیتي ځواکونو یې تیره ورځ (جمعه، ۷ د زمري) د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په « ګنده ګل» سیمه کې د «فیروز» په نامه د داعش یو مشهور قومندان له دوو نورو ملګرو سره وژلی دی.
نوموړی وایي، فیروز د داعش ډلې یو مشهور قومندان و، چې لغمان کې یې د طالبانو د حکومت ضد فعالیتونه کول او ځایي خلک یې د طالبانو پر ضد جګړې ته هڅول.
ورته مهال کابل کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یاد قومندان د وژل کیدو خبر ورکوي.
مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي: « فیروز د لسګونه عامو مسلمانانو قاتل او په لغمان کې د خوارجو له بنسټګرو او د تخریبي بریدونو له طراحانو څخه و».
تر اوسه داعش وسله والې ډلې د خپلو ملګرو د وژل کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم د طالب ځواکونو د عملیاتو پرمهال ګڼ شمیر داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.