خوست کې چاودنې ۴ تنه ووژل

اطلاعات روز: امنيتي چارواکي وايي، د خوست ولایت صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو په ښارګوټي کې ماین چاودنه شوې، چې له کبله يې ۴ کسان وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي چاودنه نن (سه شنبه، ۲ مرغومې) له ماسپښين وروسته د ملي اردو د ګزمې پر موټر شوې.

يوی امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي وويل، په دې چاودنه کې د ملي اردو د‌ يوه بريدمل په ګډون ۴ کسان وژل شوي او د ملي اردو يوه سرتېري په ګډون ۸ تنه نور ټپيان دي.

د عامې روغتيا رییس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايي، دوی ته يواځې دوه ټپيان ور وړل شوي.

اخوا خوست ښار کې د بابري ګل په نوم د‌ يوه خصوصي کلينيک يو تن ډاکټر وایي چې دوی ته بيا يو جسد او درې ټپيان ور وړل شوي دي.