د کابل په کارته سخي کې نښته؛ طالبانو د یوه کور د محاصرې خبر ورکړ

اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، د پلازمینې کابل په کارته سخي سیمه کې نښته تایید کړه.

هغه وايي، کارته سخي ټاور کې پر طالب ځواکوکو د چاڼیز عملیاتو په ترڅ کې له یوه کوره ډزې شوې دي.

ځدراڼ زیاتوي، یاد کور تر کلکې محاصرې لاندې دی او تصفیه جریان لري.

نوموړي د دې نښتې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو د دې عملیاتو موخه هم څرګنده نه ده.

د سیمې اوسېدونکو نن (چهارشنبه، ۱۲ د زمري) شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د کابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند د کارته سخي په سيمه کې د پرلپسې ډزو د غږونو اوریدو خبر ورکړی و.