«لمپي سکین» ناروغۍ خوست کې لسګونه غواګانې له منځه وړي

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې د لمپي سکین یا د غواګانو د پوستکي ناروغۍ د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې لسګونه غواګانې له منځه وړي او لاهم د خپرېددو په حال کې ده.

په دې ولایت کې د څارویو سوداګر وايي، په یاده ناروغۍ ډیری غواګانې د مرکز اړوند سیمو او هم د سپېرې ولسوالۍ په ځینو منطقو کې اخته شوې چې په زیات شمیر مړې شوي هم دي.

دوی وايي، دا ناروغۍ خورا خطرناکه او د پراخېدو په حال کې ده، چې له اړونده ادارو څخه غوښتنه کوي، چې د مخنیوي لپاره یې هڅې وکړي.

په خوست کې د څارویو منډيي یو تن سوداګر حلیم تڼیوال اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ناروغۍ له پاکستان څخه د تازه را انتقال شویو څارویو له امله خوره شوې او په مرکز او ولسوالیو کې نورو غواګانو ته انتقال شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال یادې ناروغۍ له سلو ډېرې غواګانې مړې کړې دي.

هغه وویل: «په خوست کې له څه مودې راهیسې په غواګانو کې یو ډول ناروغي پیدا شوې، چې پر پوستکي یې دانې راوغږي او وروسته له حرکت کولو هم ولویږي، یو څه وخت ژوندۍ وي بیا وروسته مړې شي، نو دلته په مرکز متون، سپېرې او ځینو نورو ولسوالیو کې هم زیاتې غواوې ترې مړې شوې دي.»

د لمپي سکین ناروغۍ له امله خوست کې له ۱۰۰ ډیرې غواګانې مړې شوي خلک وایي یاده ناروغۍ د پاکستان څخه افغانستان ته را انتقال شوې ده

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکي مهربان خوستي چې د خپل کور غوا یې له پوستکي ناروغۍ مړه شوې ده، اطلاعات روز سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، چې غوا یې هغه مهال په ناروغۍ اخته او له منځه لاړه، چې څه وخت وړاندې یې د څارویو منډيي ته بولې وه، هغه زیاته کړه چې د غوا پر پوستکي یو ډول غټې دانې راوختې او وروسته مړه شوه.

نوموړی وايي: «ما یو کال وړاندې په ۶۰۰۰۰ زره افغانۍ غوا واخیسته، د هغې له شیدو به مو ګټه پورته کوله، خو کله مې چې میاشت وړاندې د خوست مال منډيي ته بوتله، نو په بیرته راتګ یې یوه ورځ وروسته پر پوستکي غټې دانې را وختې او هم یې د بدن په لړزېدا شروع پیل کړه، د دغې ناروغۍ له اخته کېدو ۵ ورځې وروسته مرداره شوه.»

په همدې حال کې بیا په خوست ولایت کې یو تن ډاکټر اکبر شاه مندوزي په خپل فیسبوک پاڼه د دغې نارغۍ د خپرېدو، عواملو او مخنیوي په اړه مالومات خپاره کړي، هغه لیکلي چې د پوستکي یا لمپي سکین ناروغي یوه ساري ناروغي ده، چې له یو څاروي څخه بل ته په ډېرې اسانۍ سره انتقال کېدلی شي.

نوموړي د دې ناروغۍ عوامل په غواګانو کې پر پوستکي د دانو راختل، د حرارت درجې لوړېدل، له سترګو د اوښکو بهېدل، له خولې څخه د لاړو بهېدل او د خوراک نه کول یاد کړي دي.

مندوزی وايي، چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو وروسته د مړینې کچه ۷۰ سلنه ښودل شوې او د خپرېدل یې د هوا په ګرمېدو سره ډېریږي.

روغتیاپالان وایي، دلمپي سکین ناروغۍ یوه ساري ناروغۍ ده او د حشراتو په واسطه له یو حیوان څخه بل حیوان ته انتقالیږي

نوموړي په دې برخه کې څارویو ته د واکسین ورکړه اړین بولي او وايي: «واکسین د ناروغۍ د خپرېدو په کنټرول کې مرسته کوي او کومه خاصه درملنه نه لري خو د دوهمي ناروغیو د مخنيوي لپاره ورته انټي بیوټیک استعمالولی شو او هم د تبې د کنټرول په خاطر ورته انلجیزیک ورکولای شو.»

په همدې موخه څو ورځې وړاندې د خوست ولایت په شیخ زاهد پوهنتون کې لمپي سکین  ناروغۍ په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرام هم برابر شوی و.

د یاد پوهنتون د وترنري پوهنځي رییس سید اسماعېل کمال وايي، په غواو کې د پوستکي ناروغي د حشراتو په وسطه انتقالیږي او د مخنیوي لپاره یې څارویو ته د ښه خوراک ورکول او د هغوی پاک ساتل اسانه لاره بولي.

کمال وايي: « کله چې څارویو ته سالم خواړه ورکړل شي او د هغوی د ځای پاکوالي ته پام وشي نو په دغه ناروغۍ د اخته کېدو چانس یې ډېر راکمیږي او کوم څاروي چې ورباندې اخته شوي هغوی ته باید د وجود معافیتي خواړه ورکړل شي، تر څو یې وجود پیاوړی شي. نو لامل یې لکه مخکې چې ما وویل دا دی، چې یاده ناروغي د حشرانو په ذریعه له یوې غوا بلې ته انتقالیږي.»

په ورته مهال بیا د څارویو د برخې ځینې روغتیاپالان د طالبانو د کرنې او مالدارۍ له ریاست غوښتنه کوي، چې د لمپي سکین ناروغۍ د لا نورې پراختیا مخنيوي لپاره لاس په کار او په لېرې پرتو سیمو کې یې د واکسین یا د درملنې په موخه اړین مواد ووېشل شي.

و مو غوښتل چې په دې اړه په خوست کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ د ریاست مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له ډېرو هڅو وروسته هم بریالي نه شو.

د لمپي سکین یا پوستکي ناروغي د خوست سربېره اوس پکتیا کې هم د ورته ناروغۍ پېښې پیدا شوې دي، د دې ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د مرکز ګردېز اړوند څارویو په منډيي کې یې یو تن چې غوښتل یې په لمپي سکین اخته غوا خرڅه کړي او له دې طریقه پکتیا کې یاده ساري ناروغي خوره شي نیولی او اړونده قضايیه ارګانونو ته یې سپارلی دی.

که څه هم طالبانو پاکستان ته په ناقانونه ډول د څارویو د صادراتو او وارداتو د مخنیوي ډاډ ورکوي، خو خلک بیا وايي، چې لاهم له یاد هیواد څخه له روغتیايي کتنې پرته څاروي را انتقالیږي.