ارزګان کې د ښاروالۍ کارکوونکي د خپلو امتيازاتو زياتيدو غوښتنه کوي

اطلاعات روز: د ارزګان مرکز د ترينکوټ ښاروالۍ يو شمير کارکوونکي وايي، هغه امتياز چې د ښاروالۍ لخوا دوی ته د کار په بدل کې ورکول کيږي بسنه نه کوي، باید زيات شي.

د دغه کسانو شمیر چې ۳۵ تنو ته رسیږي نن (شنبه، ۲۲ د زمري) ترينکوټ ښار کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې په ۵ زره افغانیو یې چاره نه کېږي باید معاش یې لوړ شي.

دوی زياتوي چې يادې پيسې يې بسنه نه کوي او د پخوا په پرتله اوس د توکو قيمتونه هم لوړ شوي دي.

محمد داوود چې د تیرو څو کلنو راهیسې د ترینکوټ په ښاروالۍ کې کار کوي وایي، د کورنۍ د ۱۵ غړو سرپرستي په غاړه لري او ټاکلی معاش یې د کور اړین ضروریات هم نه پوره کوي.

نموړی زیاتوي، مرستندويه ارګانونو ورته ویلي چې تاسو میاشتنی معاش لرئ د مرستې اخیستو حقدار نه یاست.

د ده په خبره له سهاره تر ماسپښینه کارکوي بل ځای هم ورته مناسب کار نه پیدا کېږي، اضافه کاري حکومت بنده کړې او پر دې معاش یې ګوزاره نه کېږي.

ورته مهال  ارزګان کې د طالبانو د ښاروالۍ رياست مسوولين هم د ددغو کسانو شته ستونزې مني او وایي هڅه کوي چې د دوی اقتصادي ستونزې حل کړي.

ترینکوټ کې د طالبانو ښاروال مولوي هنر زیاتوي دغو کسانو ته د مرکز څخه په دغه اندازه امتياز ټاکل شوی او هغه امتياز او معاشات دوی دغه کارکوونکو ته رسوي.

مولوي هنر وايي چې تردي مخکي يې دغه کسان يو شمير موسېساتو ته د مرستي ورکولو په هدف معرفي کړي وو خو هغوی ورسره مرسته نه ده کړې.

تر سياسي بدلون وروسته په ټول هېواد کې د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی او د توکو د لوړو بیو له امله ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ شوي دي.