انځور: پکتیا‌کې‌پیښو‌ ته د رسیدو ریاست

پکتيا کې د سېلابونو له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: پکتيا ولايت کې بېړنيو پېښو ته د طالبانو د چمتوالي ریيس وايي،  له تېرو دوو اونيو راهيسې په مرکز ګردېز، زرمت، احمدابا، ځاځي اريوب، څمکني او سيدکرم ولسواليو کې د راوتلو سيلابونو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

طالب ریيس نثار احمد نجات وايي، په دغه ولايت کې د ځاني زيان سربېره ۶۰۰ کورونه ويجاړ شوي، ۱۴۳۵ څاروي له منځه تللي او هم يې له ۲۰زره جريبه ډېره کرنيزه ځمکه له منځه وړې ده.

هغه همدا راز زياته کړې چې د رامنځته شويو تلفاتو په لړ کې د دريو ښوونځيو ودانۍ هم نړیدلې دي.

که څه هم سیلاب ځپلو خلکو ته يوه اندازه بېړنۍ مرستې وېشل شوي، خو تلفاتو او اړتيا ته په کتو کافي نه بلل کيږي.

د دې سربېره بيا په پکتيا ولايت کې د طالبانو د روغتيا رياست مسوولين وايي، د وروستيو ورښتونو او راوتلو سيلابونو پر مهال پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله له ۲۰۰۰ ډېر ماشومان د نس ناستي په ناروغۍ اخته شوي دي.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې د هيواد په ګڼو ولایتونو کې ورښتونه شوي چې له امله يې د سیلابونو راوتو پر مهال خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه ور اړولي دي.