انځور: اطلاعات روز

ارزګان کې د کرکټ انټرکلب ۳۰ ورځنۍ سيالۍ پیل شوې

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د افغانستان کرکټ بورډ ملي ادارې په لارښوونه او ملاتړ د کرکټ انټرکلب ولايتي سيالۍ پيل شوې.

انټرکلب یا کلب لېول هغه سيالۍ دي چې هرکال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کرکټ بورډ ادارې لخوا د غوره لوبغاړو نښه کولو په موخه ترسره کېږي.

ارزګان کې د کرکټ ادارې مشر خيرالله افغان وايي، دغه سيالۍ د لس لوبډلو په ګډون سره تېره ورځ (جمعه، ۱۸ د وږي) پېل شوي چې ۳۰ ورځې به دوام وکړي.

نموړی زیاتوي، دا د ۲۰۲۲ کال لېول کلب په نوم سيالۍ دي چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ترسره کيږي.

د ده په خبره، د دغو سيالو له لارې غوره لوبغاړي په نښه کوي ترڅو راتلونکي کې ولايتي منتخبه لوبډله ترې جوړه او د ولایاتو په سطحه سیالیو کې بیا برخه واخلي.

په ورته وخت کې يو شمير لوبغاړو چې په يادو سياليو کې ګډون کړي وايي، چې دوی هېله لري چې وړ او هغه لوبغاړي په نښه شي چې استعداد ولري.

دوه تنه لوبغاړي ګل احمد وصال اوذبيح الله بهزاد وايي، چې دوی اوس هم د معياري لوبغالي او روزنکو د نه شتون سره لاس او ګريوان دي او په دې برخه کې د کرکټ بورډ د پاملرنې غوښتنه کوي.

د ۲۰۲۲ کال د انټرکلب سيالۍ چې پېل يې له هرات ولايت څخه وشو تراوسه د هېواد په بیلابیلو ولايتونو کې ترسره شوي دي.